د پېښور های کورټ يو وکيل سجاد مسيد عدالت ته په خپل درخواست کې ويلي دي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان بيان وزيرستانيان له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.
سجاد مسيد اېډوکېټ پرون (د فبرورۍ پر ۱۰مه) له امريکا غږ رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د عمران خان د هغه بيان خلاف يې په پېښور های کورټ کې درخواست جمع کړی چې په کې نوموړي تور پورې کړی چې د ده د وژنې لپاره د جنوبي وزيرستان دوه کسان چمتو کړل شوي وو.
سجاد مسید وايي له دې څرګندونو سره د جنوبي وزيرستان يو ترهګريزه تصوير نړۍ ته ورکړل شوی دی.د پېښور های کورټ وکيل وايي، د عمران خان تر ياد بيان وروسته چې کله هم وزيرستانيان پنجاب صوبې ته داخلېږي نو سخته تلاشي يې اخيستل کېږي.
عمران خان روانه اوونۍ ويلي وو، پاخه ثبوتونه ورسره دي چې د هغه د وژنې ذمه واري د جنوبي وزیرستان دوو کسانو ته سپارل شوې . نوموړي له دې وړاندې هم تور پورې کړی وو چې د هغه د وژلو لپاره د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري یو ترهګر تنظیم ته پیسې ورکړې دي.
پیپلز ګوند دا تور ناسم بللی وو او د عمران خان پرضد یې مقدمه هم دایره کړې ده. د هم هغې قضیې پر اساس پولیسو د فبرورۍ پر دویمه د خان ملاتړی او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید ونیو چې لا هم په بند کې دی.
خو زرداري دغه تورونه رد کړي او د عمران خان پر ضد يې عدالت ته رجوع کړې ده. د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پنجاب په وزیراباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر احتجاجي لانګ مارچ ډزو کې د عمران خان په ګډون څو کسان ژوبل شوي وو او يو تن وژل شوی وو.
عمران خان د برید تور پر وزیراعظم شهباز شریف او په يو پوځي چارواکي لګولی وو. خو حکومت او پوځ دواړو دغه تورونه رد کړي وو.
عمران خان د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره څه قسمه دلیلونه وړاندې نه کړل خو د پلټنو غوښتنه یې وکړه او دا یې هم وویل چې تر څو دغو درې واړو چارواکو استعفا نه وي ورکړې نو رڼې پلټنې به ممکنې نه وي. "ايا اوس به په دې ملک کې پلټنې وشي؟ په مېجر فیصل تور دی. په کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تور او په وزيراعظم شهباز شريف تور دی، نو د دوی خلاف به څنګه پلټنې وشي؟ تر څو چې دا درې کسان استعفا نه ورکوي نو پلټنې به څنګه وشي؟ "
تر هغې وروسته د نومبر د څلورمې نېټې په ماښام ناوخته د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار په یو بیان کې ویلي چې د تحريک انصاف مشر عمران خان لخوا په يوې ادارې او په ځانګړې توګه د یو لوړ پوړي پوځي افسر خلاف "بې بنياده" او "بې مسوولیته" تورونه بيخي د نه منلو او غېر ضروري دي.
هلته تحریک طالبان پاکستان هم د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د وژنې د پلان جوړولو دعوه "بې بنیاده" بللې ده.
عمران خان په خپلو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم نه دی اخیستی خو هغې ډلې د فبرورۍ پر اتمه رسنیو ته په استولي بیان کې د نوموړي دعوه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې جګړه یې د پاکستان "د پوځ او استخباراتي ادارو" پر ضد ده او سیاستوالان یا غیرسیاسي خلک نه په نښه کوي.