د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې د "حق دو" تحریک غړو احتجاج دوام لري


د حق دو په نامه تحریک د ۲۰۲۱ کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې او پرلت وهلی وو. (عکس د ۲۰۱۲م د ډېسېمبر لسمې دی.)
د حق دو په نامه تحریک د ۲۰۲۱ کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې او پرلت وهلی وو. (عکس د ۲۰۱۲م د ډېسېمبر لسمې دی.)

د بلوچستان په ګوادر کې د "حق دو" په نامه تحريک غړيو د خپلو نيول شويو ملګرو د خوشې کولو او په حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره د یادې ضلعې په بېلابېلو برخو کې مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

د جماعت اسلامي‌د يو ځايي سياستوال مولانا هدایت الرحمن بلوڅ په مشرۍ دې تحريک له دوو میاشتو راهیسې په ګوادر کې پرلت وهلی او د سي پیک لویه لار یې بنده کړې وه.

دوی له حکومته په دې ښار کې د پوځي چيک پوسټونو کمولو، په لويو ټرالرانو د ماهيانو د نيولو د مخنیوي او له ايران سره د سوداګرۍ اسانولو غوښتنې لري.

پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۶مه په تشدد کولو سره پرلت ګډوډ کړ، خېمې یې لیرې کړې او ۲۱ پرلتوال یې ونيول. د پولیسو دې ګام پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غصه وپاروله.

د جماعت اسلامي يو ځايي‌ مشر ولي‌خان شاکر مشال راډيو ته وويل چې که حکومت یې ملګري ژر تر ژره خوشې نه کړي او غوښتنې یې و نه مني نو بیا به لویې لارې بندوي. ده وویل: "خلک ډيرې بدې ورځې تېروي، ګراني ده، غريبي ده، په داسې حال کې بیا چې دغه خلک د خپلو غوښتو لپاره غږ پورته کوي نو حکومت یې د اورېدو پر ځای نيسي او وهي یې."

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضياالله لانګو د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې کله له مظاهره چيانو سره د پولیسو مذاکرات ناکامه شول نو د هغوی پرضد یې کارروايي وکړه. ده وویل: "دا ځکه چې پرلتوال د ریاست پرضد درېدلي وو او په ګوادر کې مېشت چينايانو د وېرې احساس کاوه."

د حق غواړو په نامه دې تحريک پر خپل رسمي ټويټر ليکلي چې د مشرانو تر خوشې کولو به یې اوسنی احتجاج روان وي.

د مولانا هدایت الرحمن بلوڅ په مشرۍ د ګوادر او شاخوا سيمو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په حق کې د ۲۰۲۱ کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې کړې وې او پرلت یې وهلی وو.

د صوبې اعلا وزیر د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد.

د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو خو د دې تحريک مشران وايي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه بیا پر احتجاج کولو مجبوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG