اعجاز افق: په پښتونخوا کې د هنر د زدکړې لپاره حکومتي انتظامات نشته
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه ځوان او پېژندلی سندغاړی اعجاز افق دی. نوموړی د بلوچستان د کلا سيف الله دی او دا مهال په لاهور کې د هنرونو د زده کړو په مرکز (نيشنل کالج اف ارټس) کې د موسيقۍ ښوونځي زده کوونکی دی. افق په وروستيو کې يوه د اردو او بله د پښتو سندره خپره کړې ده. نوموړی په اېن سي اې کې د داخلې پروسې په اړه معلومات راکوي، خو په عين وخت کې په خپګان وايي چې د پښتنو په سيمو کې د هنر د زده کړې لپاره هغه رنګ چې لازمه ده، حکومتي انتظامات نشته. د اعجاز افق دا خبرې او ځينې سندرې يې په هارون باچا هنري ګړۍ خپرونه کې اوريدلی شئ.