په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیرې حنا رباني کهر په کابل کې د طالب چارواکیو سره لیدلي، تحریک طالبان پاکستان د حکومتي جرګې سره د شوي اوربند د ختمولو او په پاکستان دننه د وسله والو بریدونو غځولو اعلان کړی دی. په عین حال کې په شمالي وزیرستان کې دری ځاي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او په لکي مروت، بنو او ډیره اسماعیل خان کې د بدامنۍ پیښې دوام لري. دا هرڅه به د سیمې په امنیت څه اغیز ولري، او ایا یو ځل بیا په دغه سیمو کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات کېدې شي او که نا ؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو.
له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول؟
تر هغې وروسته چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خارجه چارو د مملکت وزیره به د نومبر پر ۲۹مه کابل ته ځي، ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی. دا چې له وسلوالو طالبانو سره د حکومتي جرګې د سولې مذاکرات ولې ناکامه شول، د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث ورباندې شوی دی.
برخې
-
فبروري ۱۱, ۲۰۲۵
پښتونخوا کې د امن جرګو سربیره ولې امنیت خراب دی؟
-
جنوري ۲۱, ۲۰۲۵
څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي
-
جنوري ۰۷, ۲۰۲۵
د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده
-
دسمبر ۱۷, ۲۰۲۴
پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟
-
نومبر ۰۵, ۲۰۲۴
کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟