د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سري لنکا ته ماتې ورکړه


د افغانستان له خوا رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د لوبې ښه پیل وکړ او دواړو په زړه پورې بازۍ وکړه.
د افغانستان له خوا رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د لوبې ښه پیل وکړ او دواړو په زړه پورې بازۍ وکړه.

افغانستان د کرکټ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سري لنکا ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نومبر پر ۲۵مه د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هیواد سري لنکا ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی په خپله د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سر ۲۹۴ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د لوبې ښه پیل وکړ او دواړو په زړه پورې بازۍ وکړه.

رحمان الله ګربز په ۵۵ بالونو ۵۳ او ابراهیم ځدراڼ په ۱۲۰ بالونو ۱۰۶ منډې وکړې. تر هغه وروسته رحمت شاه ۵۲ او نجیب ځدراڼ ۴۲ منډې وکړ.

د سري لنکا له اړخه وینندو حسرنګا ډیسلوا تر ټولو ښه بالنګ وکړ او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د سري لنکا لوبډلې د ۲۹۵ منډو هدف ترلاسه کولو لپاره پوره هڅه وکړه خو د وکټونو په پرلپسې لویدو له کبله یې هدف ترلاسه نکړای شو.

سري لنکايي‌ لوبډلې په ۳۸ اورونو کې ۲۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د دې لوبډلو ترمنځ به دویمه لوبه د نومبر پر ۲۷مه او درېیمه د نومبر پر ۳۰مه ترسره کېږی.

XS
SM
MD
LG