د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نومبر پر ۲۵ په دوه ورځني رسمي سفر ترکيې ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله وبپاڼه خبر ورکړی دی چې شهباز شریف به په خپل دوه ورځني سفر کې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ویني.
بیان لیکي چې شهباز شریف د ولسمشر اردوغان په بلنه د ترکيې سفر کوي او تمه ده چې دواړه مشران به پر دوه اړخیزو اقتصادي او تجارتي اړیکو زیاتې خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې وزیراعظم شهباز شریف به هلته د پاکستانیو سوداګرو یوې غونډې ته هم وینا وکړي.
شهباز شریف له دې وړاندې هم د وزیراعظم په حیث د روان کال په مې او جون میاشتو کې د ترکيې سفر کړی وو.