د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکرایني ولسمشر سلاکار وايي، ټولو سیمو ته بجلي پر ځای شوې ده


د اوکراینو چارواکو په وینا، روسي پوځ د نومبر پر ۲۳مه په یوه برید کې ۶۷ کروز توغندي او ۱۰ ډورنز داغلي چې زیاتره د اوکراین د انرجۍ پر جوړښتونو لګېدلي دي.
د اوکراینو چارواکو په وینا، روسي پوځ د نومبر پر ۲۳مه په یوه برید کې ۶۷ کروز توغندي او ۱۰ ډورنز داغلي چې زیاتره د اوکراین د انرجۍ پر جوړښتونو لګېدلي دي.

د اوکراین د ولسمشر یو لوړ پوړي سلاکار د نومبر پر ۲۴مه ویلي چې د اوکراین ټولو سیمو ته بجلي بحال شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین ځینو ښارونو ته د بجلۍ رسد له محدودیتونو سره مخ دی او کورونو ته د بجلۍ ورکولو او اوبو رسولو لپاره هڅې روانې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د اوکراینو چارواکو په وینا، روسي پوځ د نومبر پر ۲۳مه په یوه برید کې ۶۷ کروز توغندي او ۱۰ ډورنز داغلي چې زیاتره د اوکراین د انرجۍ پر جوړښتونو لګېدلي دي.

د دې له کبله د بجلۍ هغه نظام ته تاوانونه رسېدلي دي چې له وړاندې د روسیې په بمباریو کې ویجاړ شوی دی.

دا له هغې وروسته ده چې په تېرو نهو میاشتو کې پر ولسي ودانیو د روسیې لخوا د توغندیو بریدونه ترسره شوي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو د نومبر پر ۲۴مه ویلي چې د هغه ښار ۶۰ فیصده سیمې لا هم بجلي نه لري. نوموړي دا هم ویلي چې د اوبو رسول، هسپتالونه او پبلک ټرانسپورټ یې په لومړیتوبونو کې دي.

ده وویل، هڅه کوي چې له خلکو سره په تګ راتګ کې د مرستې لپاره د ټرینونو په راتللو کې وقفه کمه کړي.

د کییف ښاروال زیاته کړه چې د بجلۍ انجینیران دا وخت په ډېر نازکو حالاتو کې کار کوي او نظام په تدریجي ډول بحالیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG