د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا نوی ګورنر حاجي غلام علي څوک دی؟


حاجي غلام علي د مولانا فضل الرحمن رشته دار او د پېښور يو مشهوره کاروباري کس دی.
حاجي غلام علي د مولانا فضل الرحمن رشته دار او د پېښور يو مشهوره کاروباري کس دی.

حاجي غلام علي د خیبر پښتونخوا د ګورنر تر ټاکل کېدو وروسته د نومبر پر ۲۳مه نېټه د خپلې عهدې سوګند پورته کړ.

د پېښور های کورټ چيف جسټس قیصر رشيد خان له هغه څخه سوګند واخیست. حاجي غلام علي د جمعیت علما اسلام (ف) یو مهم سیاستوال او د پېښور یو له لويو کاروباريانو څخه ګڼل کېږي.

په پېښور کې خبريال نثار محمود د نومبر پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې د غلام علي کورنۍ د بر دیر د خاګرام سیمي اوسېدونکې ده خو دوی ډېر کلونه وړاندې پېښور ته کډه شوي ول.

دی زیاتوي چې غلام علي په ۱۹۸۰مه لسيزه کي په بلدیاتي انتخاباتو کي د یونین کونسل غړی منتخب شوی وو او وروسته د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د پېښور ناظم جوړ شو. له دې وروسته هغه د جمیعت علما اسلام (ف) لخوا د پاکستان د سېنېټ غړی شو.

غلام علي د مولانا فضل الرحمن رشته دار دی نو ځکه د څېړونکيو په وينا، هغه پر مهمو څوکيو پاتې شوی دی.

د روان ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۹مه نېټه په قومي اسمبلۍ کي د پخواني وزیراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد د تحریک تر کامیابه کېدو وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) حکومت جوړ شو.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د خیبر پښتونخوا د هغه وخت ګورنر شاه فرمان استغفا ورکړه. نوموړی د تحریک انصاف په مخکښانو کې شمېرل کېږي.

د واکمن اتحادي ګوندونو د خیبر پښتونخوا د ګورنر پر څوکۍ اختلافات ول چې شاوخوا شپږ میاشتې يې دوام وکړ خو بلاخره د پاکستان ولسمشر عارف علوي د وزیراعظم شهباز شريف په سپارښتنه د نومبر پر ۲۳مه نېټه حاجي غلام علي د خيبر پښتونخوا ګورنر وټاکلی.

خبريال فدا عدیل وايي چې د خیبر پښتونخوا صوبه له جغرافيايي پلوه ډېر ارزښت لري نو ځکه د نورو صوبو په پرتله د دې صوبې د ګورنر څوکۍ ډېره مهمه وي.

د ده په خبره د پښتونخوا صوبه نېغ په نېغه د افغانستان سره لګېدلې ده او له یاد هېواد سره د تجارت، امنیت او نورو معاملاتو په وجه د پښتونخوا د ګورنر عهده زیات اهمیت لري.

هغه زیاته کړه:"په روانو سیاسي حالاتو کي هم د دې اهمیت ډېر دی ځکه چې ګورنر په صوبه کي د وفاق نمائنده وي، دا وخت په پښتونخوا او پنجاب صوبو کي د تحریک انصاف حکومتونه دي او په وفاق کي د مسلم لیګ ن په مشري د اتحادي ګوندونو حکومت دی ، په پنجاب کي د ګورنر لګولو فيصله زر شوې وه خو د اتحادي ګوندونو ترمینځ د اختلافاتو په وجه په پښتونخوا کې دا پرېکړه د ځنډ ښکار وه."

په ګورنر هاوس پېښور کي له نوي ګورنر څخه د حلف اخستلو په دستوره کي د جمعیت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان ، د یاد ګوند نورو سیاستوالو، د عوامي نېشنل ګوند مشر سیاستوال غلام احمد بلور، د صوبې چیف سیکرټري شهزاد بنګش او د صوبايي او قومي اسمبليو ځینو نورو غړيو او د پېښور ګڼ شمېر تجارو او نورو کاروباري شخصیتونو ګډون وکړ.

خو په دستوره کي د وفاق او صوبې ترمېنځ د روان سیاسي تاو تریخوالي له کبله د صوبې اعلا وزیر محمود خان او د واکمن ګوند تحریک انصاف نورو سیاستوالو ګډون ونه کړ.

XS
SM
MD
LG