د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړيوال جام سياليو کې سعودي عرب ارجنټاين ته ماتې ورکړه


د نومبر پر ۲۲مه د سعودي عرب او ارجنټاين تر مينځ فوټبال لوبه سعودي د يو په مقابل کې په دوو ګولونو وګټله.
د نومبر پر ۲۲مه د سعودي عرب او ارجنټاين تر مينځ فوټبال لوبه سعودي د يو په مقابل کې په دوو ګولونو وګټله.

په قطر کې روان د فوټبال نړيوال جام سياليو لړ کې سعودي عرب ارجنټاين ته ماتې ورکړه.

نن (د نومبر پر ۲۲مه) په قطر کې روانو دې سياليو لړ کې د سعودي عرب او ارجنټاين تر مينځ لوبه وشوه چې سعودي د يو په مقابل کې په دوو ګولونو وګټله.

تر دې وروسته به د پېښور پر شپږو او د کابل پر پينځه نیمو بجو د تيونس او ډنمارک لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

درېيمه لوبه به د پېښور پر وخت ماخستن نهه بجې او د کابل پر اته نيمې بجې د پولينډ او مېکسيکو لوبډلو ترمينځ کېږي.

په څلورمه لوبه کې به د پېښور د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نيمو بجو د فرانسې او اسټراليا لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۱مه انګلستان (انګلېنډ) د ايران لوبډلې ته په شپږو ګولونو کولو سره ماتې ورکړه. ایران یوازې دوه ګولونه وکړل.

دا ډول په بله لوبه کې هالېنډ دوه ګولونه وکړل خو مقابل لوري سېنېګال یو ګول هم ونکړای شو. درېيمه لوبه د امریکا او د برتانيې وېلز ترمينځ په یو یو ګول کولو سره مساوي شوه.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG