د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن څلور سیالۍ کېږي


د نومبر پر ۲۱مه انګلستان ايران ته د شپږو ګولونو په مقابل کې په دوو ګولونو سره ماتې ورکړه.
د نومبر پر ۲۱مه انګلستان ايران ته د شپږو ګولونو په مقابل کې په دوو ګولونو سره ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن څلور سیالۍ وشي.

د نومبر پر ۲۲مه لومړۍ سیالي د سعودي عرب او ارجنټاين لوبډلو ترمینځ کېږي چې د پېښور پر وخت د مازیګر پر دريو او د کابل پر دوه نیمو پیلېږي.

تر دې وروسته به د پېښور پر شپږو او د کابل پر پينځه نیمو بجو د تيونس او ډنمارک لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

درېيمه لوبه به د پېښور پر وخت ماخستن نهه بجې او د کابل پر اته نيمې بجې د پولينډ او مېکسيکو لوبډلو ترمينځ کېږي.

په څلورمه لوبه کې به د پېښور د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نيمو بجو د فرانسې او اسټراليا لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۱مه انګلستان (انګلېنډ) د ايران لوبډلې ته په شپږو ګولونو کولو سره ماتې ورکړه. ایران یوازې دوه ګولونه وکړل.

دا ډول په بله لوبه کې هالېنډ دوه ګولونه وکړل خو مقابل لوري سېنېګال یو ګول هم ونکړای شو. درېيمه لوبه د امریکا او د برتانيې وېلز ترمينځ په یو یو ګول کولو سره مساوي شوه.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ د قطر په کوربه توب د نومبر له ۲۰مې پیل شوي چې پايلوبه به يې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG