د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران په عراق کې د ایرانیو کردانو پر مرکزونو حملې کړې دي


ایران د سېپټېمبر پر ۲۸مه هم د عراق په کردستان کې بریدونه کړي ول.
ایران د سېپټېمبر پر ۲۸مه هم د عراق په کردستان کې بریدونه کړي ول.

په عراق کې د ایرانیو کردانو د اپوزیشن ډله یا حزب اختلاف وايي چې تهران یې د عراق په شمال کې په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د کردستان جمهوري ګوند د نومبر پر ۲۰مه ویلي دي چې تهران له ځمکې څخه پر ځمکه د هدف ویشتونکو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له لارې د هغوی مرکزونه او د کډوالو کیمپونه په نښه کړي دي.

هغه جلاوطنه ګوند دا هم ویلي دي چې په بریدونو کې په کویا نومي سیمه کې یو روغتون هم ویشتل شوی دی.

په بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه راپورونه نه شته.

ایران تر دې مخکې د سېپټېمبر په پای کې هم د عراق په شمال کې بریدونه کړي دي. دا تر هغې وروسته ده چې په هغه هېواد کې د مهسا امیني په نوم د ۲۲ کلنې نجلۍ تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې.

فعالان وايي، امیني چې د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه، د پولیسو په حراست کې بېهوښه شوه او بیا د سېپټېمبر پر ۱۶مه مړه شوه. خو تهران وايي، امیني د زړه درېدو له وجې مړه شوې.

ایران د مظاهرو تور پر ورانکارو پورې کوي او وايي، په عراق کې کردان په هغه هېواد کې ګډوډۍ ته لمن وهي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG