د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د حنیف پښتین د مقدمې اورېدنه ۲۸م نومبر ته وځنډوله


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ‌ حنیف پښتین له تیرو درو کلونو او اوو میاشتو راهسې د بنو په زندان کې بندی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ‌ حنیف پښتین له تیرو درو کلونو او اوو میاشتو راهسې د بنو په زندان کې بندی دی.

د خیبر پښتونخوا د بنو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ حنیف پښتین د مقدمې اورېدنه د نومبر تر ۲۸مې ځنډولې ده.

د حنیف پښتین وکیل پیر عرفان خان اېډوکېټ پرون (د نومبر پر ۱۷مه) مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۱۷مه د حنیف پښتین د ضمانت لپاره اورېدنه وه خو عدالت د وکیلانو د هړتال له کبله د نومبر تر ۲۸مې وځنډوله.

د عرفان خان اېډوکېټ په وينا دا لومړی ځل نه دی بلکې له کلونو راهيسې د حنیف پښتین د مقدمې اورېدنې له یوې نېټې څخه بلې نېټې ته ځنډول کېږي.

حنیف پښتین له تیرو دريو کلونو او اوو میاشتو راهيسې د بنو په زندان کې بندي دی.

د حنیف پښتین یو ملګري او د ملي جمهوري غورځنګ د خيبر پښتونخوا صوبايي جنرل سېکرېټري ندیم عسکر مشال راډیو ته ويلي چې حنیف پښتین بې ګناه په زندان کې ساتل شوی دی. " تر اوسه یې یو ګواه عدالت ته وړاندې شوی دی. کله جج نه وي، کله یې وکیل او کله بیا مقدمه کې پولیس ګواهان یا سرکاري وکیل نه وي، خو لنډه دا چې هره لاره کارول کېږي چې د حنیف مقدمه وځنډول شي."

حنیف پښتین د ۲۰۱۹م کال د جولايي پر څلورمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې له خپله کوره نیول شوی وو.

پر حنیف پښتین په جوړه مقدمه کې پولیسو تور پورې کړی وو چې نوموړي په ډزو د استخباراتي ادارې یو غړی وژلی وو او دوه پولیس یې ټپي کړي وو.

لومړی پر هغه په درج شوې مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې هم لګول شوې وې خو وروسته د پېښور های کورټ هغه ليرې کړې وې.

بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وايي چې حنیف پښتین په بې بنیاده مقدمه کې نیول شوی او په زندان کې ساتل شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نورو غړو تر څنګ وخت په وخت د حنیف پښتین د خلاصون لپاره هم احتجاجونه او لاریونونه کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG