اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۳۶ ټنه درملو او روغتیایي سامانونو تازه مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د ټولنې دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې مرستې د نومبر پر ۱۶مه په الوتکه کې کابل ته ورسېدې. تر دې دوه ورځې مخکې اروپایي ټولنې له بېوزله افغانانو سره د ۷۵ مېلیونه یورو د مرستو خبر ورکړی وو.
تېره اوونۍ د خوړو نړیوال پروګرام تایید کړه چې د اروپایي ټولنې ۵۰ مېلیونه یورو مرسته یې ترلاسه کړې ده.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول. تر هغې وروسته اقتصاد خراب او روزګار کم شوی دی.
ملګرو ملتونو ويلي چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره خلک په بيړنۍ توګه ډېرو مرستو ته اړتيا لري.