د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې ۳ مظاهرچيانو ته د مرګ پر سزا اورولو سربېره هم احتجاجونه دوام لري


د سقز پر خوا روان مظاهرچيان - د اکتوبر میاشتې انځور.
د سقز پر خوا روان مظاهرچيان - د اکتوبر میاشتې انځور.

په ایران کې د عدالت له لوري درې نورو مظاهرچیانو ته د مرګ پر سزا اورولو سربېره مظاهرو او ورسره د دوکاندارانو او سوداګرو کاربندیز پر دويمه ورځ هم دوام درلود.

د حقونو ناروې مېشتې ډلې هنګاو ويلي چې د نومبر پر ۱۶مه د مړې شوې مهسا اميني د ښارګوټي سقز ترڅنګ د کردستان ولایت په نورو سيمو بانه، سنندج، کرمانشاه، مریوان او بوکان کې پراخې مظاهرې شوې دي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې د معلوماتو له مخې، د تهران د اوسپنې کارخانې کارکوونکي پر چارشنبې (شورو) په دويمه ورځ هم هړتال وکړ. هغه د ايران د اوسپنې تولیدولو درېيمه لويه کارخانه ده.

له تهرانه راغلي رپورټونه وايي چې د امنيتي ځواکونو او خلکو ترمینځ تر هغې وروسته سختې نښتې شوې دي چې ځواکونو دوکانداران له کاربندیزه ګرځول.

په ایران کې د پولیسو په حراست کې د ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا اميني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې چې لا هم دوام لري. هغه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د سم حجاب نه کولو په تور نیولې وه. چارواکو دعوه کړې وه چې اميني د زړه حرکت درېدو له امله مړه شوې وه خو مظاهرچیان وايي چې پر هغې تشدد شوی وو.

د حقونو اوسلو مېشت سازمان وايي چې په مظاهرو کې تر اوسه پورې د ۴۰ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG