د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستولتنبرګ: د روسيې پوځي ظرفيت بايد کم ونه ګڼل شي


د ناټو مشر ينز ستولتبرګ د نومبر پر ۱۴مه د اوکراينيو ځواکونو بهادري وستايله ــ پخوانی انځور
د ناټو مشر ينز ستولتبرګ د نومبر پر ۱۴مه د اوکراينيو ځواکونو بهادري وستايله ــ پخوانی انځور

د ناټو مشر ينز ستولتنبرګ وايي د روسيې پوځي ظرفيت بايد کم ونه ګڼل شي او اوکراين سختې مياشتې په مخ کې لري.

له ستراتيژيک جنوبي ښار خېرسون څخه د روسيې تر وتلو وروسته ستولتنبرګ د نومبر پر ۱۴مه د اوکرايني ځواکونو بهادري وستایله او د کييف لپاره یې د نړيوال ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين غواړي دا ژمی به اوکراين په يخنۍ او تياره کې وساتي نو ځکه به د اوکراينيانو لپاره راتلونکې مياشتې سختې وي.

ستولتنبرګ زیاته کړه: "موږ بايد د روسيې د کمزورۍ ګڼلو غلطي ونه کړو. د اوکراين ډېره برخه لا هم د دوی په کنټرول کې ده. موږ بايد د اوکراين مټې قوي کړو."

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د نومبر پر ۱۳مه ویلي دي چې پلټونکو په جنوب ختیزه سیمه خېرسون کې د روسیې "سلګونه جنګي جرمونه" په ډاګه کړي دي.

د ده په وینا، دا تر هغې وروسته ده چې اوکراینیو ځواکونو هغه سیمه له روسیې ازاده کړه او پلټونکي ورغلل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG