د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمان الله ګربز د هند په غوره ليګ کې په کولکته نايټ رايډرز کې لوبېږي


رحمان الله ګربز د توپ وهنې پر مهال - پخوانی انځور.
رحمان الله ګربز د توپ وهنې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او توپوهونکی رحمان الله ګربز به په ۲۰۲۳ز کال کې د هند ۲۰ اووریزه کرکټ په غوره لیګ (انډين پریمېير لیګ یا ای پي اېل) کې په کولکته نایټ رايډرز لوبډله کې لوبېږي.

په دې اړه ګربز او کولکته نایټ رايډرز (کې کې ار) دواړو د نومبر پر ۱۳مه پر فېسبوک پاڼو جلا جلا ليکنې کړې دي. ګربز ليکلي خوشاله دی چې د کې کې ار برخه شوی او رایډرز ليکلي‌چې ګربز ته هرکلی وايي.

ګربز د ۲۰۲۲ز کال د هند ۲۰ اووریز کرکټ غوره سیاليو (ای پي اېل) کې د ګجرات ټايټنز لوبډلې غړی وو چې هغوی د نيو زيلېنډ د لاکي فرګوسن تر څنګ کولکته نايټ رایډرز ته ورکړی دی.

ګجرات له فرګوسن سره په لس کروړوه هندي روپيو او ګربز سره په پنځوس لاکه هندي روپيو قرارداد کړی وو. ګجرات د ۲۰۲۲ز کال د ای پي اېل سیاليو اتل شو چې فرګوسن یې په بریا کې د ۱۲ وېکټو په اخیستو سره مهم کردار لوبولی وو. ګربز په هېڅ سیالۍ کې نه وو لوبول شوی.

کولکته نايټ رایډز لوبډله دوه ځلې د ای پي اېل اتله پاتې شوې ده. دا لوبډله د هند مشهور اداکار شاه رخ خان ملکيت ده.

رحمان الله ګربز په ۲۰۰۱ز کال کې په خوست ولايت کې زېږېدلی دی. هغه د افغانستان لپاره تر اوسه ۳۵ نړيوالې ۲۰ اووریزه سیالۍ کړې دي. په هغو سیالیو کې هغه د پينځو پنځوسیزو په مټ ۸۹۶ رنز کړي دي.

نوموړی د چټکې لوبې کولو له امله مشهور دی. هغه تر اوسه د افغانستان لپاره ۱۲ یو ورځنۍ یا ۵۰ اووریزې نړیوالې سیالۍ کړي او د درو سلیزو په مرسته یې ۴۵۶ منډې جوړې کړې دي.

د ګربز تر څنګ نور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، نور احمد لکڼوال او فضل فاروقي هم د هند ۲۰ اووریز کرکټ غوره لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي. د دې سیاليو ۲۰۲۳ز کال لوبې د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هند په کوچي ښار کې پيلېږي.

XS
SM
MD
LG