د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کرکټ درې میاشتنۍ لوبې پای ته ورسېدې


په خوست کې د ۹۲ لوبډلو ترمينځ د کرکټ درې مياشتنۍ اتلولي د یعقوبیو د "ځوانو ستورو" په بریا د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه پای ته ورسېده.
په خوست کې د ۹۲ لوبډلو ترمينځ د کرکټ درې مياشتنۍ اتلولي د یعقوبیو د "ځوانو ستورو" په بریا د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه پای ته ورسېده.

د افغانستان د خوست ولایت د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اړوند ګورچاکو سیمه کې د کرکټ درې مياشتنۍ اتلولي د یعقوبیو د "ځوانو ستورو" په بریا پای ته ورسېده.

د دې ټورنامېنټ د تابیا کوونکو په وینا، په دې لوبو کې د خوست د مرکز او ولسوالیو ۹۲ لوبډلو ګډون کړی وو.

د دې اتلولۍ پايلوبه د اکتوبر پر ۲۴مه د یعقوبیو ځوانو ستورو لوبډلې او د ګورچاکو سپین غر لوبډلې ترمينځ وشوه.

دې لوبو ته هره ورځ د لیرې او نېږدې سیمو لسګونه کسان ورتلل او د لوبو ننداره يې کوله.

د دې لوبو منتظم بادشاه ولي حیدر د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، له دې لوبو يې موخه دا وه چې د ځوانانو تر مينځ یووالی ټینګ شي او په ځانګړي ډول ځوانان د نشه يي توکو له کارونې وژغورل شي.

نوموړي زیاته کړه، "په دې کې د خوست ولایت د مرکز او ۱۲ ولسوالیو ورزشکاران پکې وو، تقریباً درې میاشتې يې دوام وکړ او ۹۲ لوبډلو پکې ګډون کړی وو. فاينل ته د ګورچاکو سپین غر لوبډله او د یعقوبیو ځوانو ستورو لاره پیدا کړې وه. هدف دا دی چې د نشه يي توکو کارونه ختمه شي او ځوانانو په مينځ کې مینه او یووالی پیدا شي او بې اتفاقۍ ختمې شي."

په خوست کې د کرکټ درې مياشتنيو لوبو کې ۹۲ لوبډلو برخه اخيستې وه او هره ورځ لسګونه کسان ليدلو ته ورتلل.
په خوست کې د کرکټ درې مياشتنيو لوبو کې ۹۲ لوبډلو برخه اخيستې وه او هره ورځ لسګونه کسان ليدلو ته ورتلل.

د یادو لوبو مالي لګښت په عربي هېوادونو کې یو خوستي مساپر راشد خان مخلص پر غاړه اخیستی وو.

په بېلابېلو سیمو کې ورزشي لوبې د خلکو او ځوانانو د تماشې لپاره هم یوه ښه موقع وي.

د یعقوبیو د میرباز کلي اوسېدونکي رحمت الله فایز وویل، دوی هر مازدیګر دې خړ پړ میدان ته راتلل او له دې لوبو يې خوند اخیسته.

ده وویل، څوک چې ورزش کوي، هغوی له نشو لیرې وي او څوک چې په نشو روږدي وي، هغوی بیا په جسمي لحاظ د دې قوت نه لري، چې لوبې وکړي.

د برنامې یو بل تابیا کوونکی اباسین خوستی وايي، دوی د خوست په نورو سیمو کې هم د کرکټ، فوټبال، والیبال او نورو مروجو لوبو مقابلې په پام کې لري.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي، له دې لارې د قومونو او خلکو تر مينځ یووالی ټينګ کړي.

د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالي د خوست په شمال لوري کې پرته ده، چې په تېرو دوه لسیزو کې جګړې او د ناامنۍ پيښې پکې ډېرې وې.

سره له دې چې کرکټ لوبه په خوست کې ډېر مینه وال لري، خو بیا هم د دې سیمې اوسېدونکي د سپورټس په ګډون د ژوندانه په نورو ډګرونو کې هم تر ډېره له پرمختګونو بې برخې پاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG