د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني او ایسلېنډ له ملګرو ملتونو د ایران په اړه د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې


په ايران کې له تيرو څو اوونيو راهيسي د مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهرې روانې دي.
په ايران کې له تيرو څو اوونيو راهيسي د مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهرې روانې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا غږ شوی چې روانه مياشت په ايران کې د خونړيو مظاهرو په اړه دې يوه بېړنۍ ناسته وکړي.

په دې شورا کې د جرمني او ايسلېنډ استازو د نومبر پر ۱۱مه د شورا مشر ته لیک استولی چې په دې اړه دې ځانګړې غونډه را وبلي.

د دې غونډې هدف په ايران کې د بشري حقونو خراب حالت او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خوندي ساتل ښودل شوي.

په ايران کې له تيرو څو اوونيو راهيسې د مهسا اميني په نوم د یوې نجلۍ د وژنې پرضد مظاهري روانې دي.

۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په بند کې تر بېهوښۍ وروسته مړه شوې وه. هغه تر دې درې ورځې مخکې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه.

چارواکو یې د مړینې لامل د زړه درېدل بللی وو. خو تر هغه وروسته په ټول هېواد کې خلک راپارېدلي او د حکومت ضد یې پراخ لاريونونه او احتجاجونه پیل کړي وو چې لا هم دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG