د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ولسمشر د امریکا او فرانسې له ولسمشرانو سره ګوري


شي جينپينګ به د دې تر څنګ په انډونیزیا کې په جي ۲۰ او په تایلېنډ کې د اسیا اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې هم ګډون وکړي: انځور له ارشیفه
شي جينپينګ به د دې تر څنګ په انډونیزیا کې په جي ۲۰ او په تایلېنډ کې د اسیا اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې هم ګډون وکړي: انځور له ارشیفه

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر شي جينپينګ به راتلونکې اوونۍ د امریکا او فرانسې له ولسمشرانو سره په انډونیزیا کې لیده کاته وکړي.


یاد وزارت د نومبر پر ۱۱مه ویلي چې ولسمشر شي جينپينګ به د دې تر څنګ په انډونیزیا کې د جي ۲۰ په نامه هېوادونو په سرمشریزه او په تایلېنډ کې د اسیا اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې برخه واخلي.

سپینې ماڼۍ ویلي، جو بایډن به د امریکا تر ولسمشر جوړېدو وروسته په لومړي ځل د نومبر پر ۱۴مه له چینايي ولسمشر شي جينپينګ سره مخامخ خبرې اترې کوي.

دغو مشرانو په وروستي ځل هغه وخت مخامخ خبرې اترې کړې وې چې بارک اوباما د امریکا ولسمشر وو.

د امریکا او چین اړیکې له هغې راهیسې، په ځانګړې توګه تایوان ته د امریکايي کانګرېس د سپیکرې نېنسي پلوسي تر تګ وروسته، دومره ټیټې کچې ته رسېدلي چې په لسیزو کې یې ساری نشته.

تایوان یو خپلواکه او جمهوري جزیره ده خو چین یې خپله خاوره بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG