د امریکا دفاع وزارت د نومبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې اوکراین ته د ۴۰۰ ميلیونو ډالرو پوځي مرستې لیږي.
د اعلان له مخې په دغو کې به زیاتره جنګي وسله او څلور د لوړې کچې ګرځنده هوایي دفاعي نظامونه شامل وي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سوليوان ویلي چې په دغو پوځي مرستو کې د فضایي دفاع په اړه مهم سامانونه شامل دي او زیاتوي چې د فضایي دفاع زیاتېدل به د اوکراین لپاره ډېره مهمه وي ځکه چې روسیې پر مهمو ولسي ودانیو د مېزایلو او په ایران کې د جوړو شویو بې پېلوټو الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د مرستو په دې بنډل کې د همارس په نوم لوړ ګرځنده راکټي نظام هم شامل دی. اوکراین له دې څخه د روسيې پر ضد په ځوابي کاروايانو کې کار اخلي.
په دغه بنډل کې ځینې نور مهم جنګي سامانونه هم شامل دي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.