د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړا: صوبه مو له بحران سره مخامخ ده، مرکز پورونه نه پرې کوي


 د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر وايي، مرکز ورته پرې اوښتي پورونه نه ورکوي نو ځکه یې صوبه له مالي بحران سره مخامخ ده: انځور له ارشیفه
د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر وايي، مرکز ورته پرې اوښتي پورونه نه ورکوي نو ځکه یې صوبه له مالي بحران سره مخامخ ده: انځور له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، مرکزي حکومت هغوی ته مالي بقایاجات پر وخت بېرته نه ورکوي چې له وجې یې صوبه له مالي بحران سره مخامخ شوې ده.

د صوبې د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا پرون (د نومبر پر ۱۰مه) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان پر مرکزي حکومت باندې یې د بجلۍ د خالصې ګټې، د قبایلي ضلعو د بجټ او په قامي مالياتي کمېشن (اېن ایف سي اېوارډ) کې ۱۱۳ اربه روپۍ ورپورې دي.

له خبري غونډې وروسته تیمور سلیم جګړا مشال راډیو ته وويل چې د قبایلي ضلعو په بجټ کې تېر کال ۲۰ اربه روپۍ نه دي ورکړل شوي. "په سږني کال کې د ۳۰ اربه روپو خساره ده، د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې ۶۰ اربه روپۍ مو هم پر مرکز پاتې دي."

تیمور سلیم جګړا دا هم وویل چې د وفاق له اړخه د دغو پیسو د نه تر لاسه کېدو له وجې دوی د تنخاګانو ورکولو او د ترقیاتي کارونو سر ته په رسولو کې مشکلات لري او ژر به دغه مسله عدالت ته وړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې وړاندې په سېپټېمبر میاشت کې سرکاري ملازمینو ته پر وخت تنخا ورنکړای شوه. جګړا هغه مهال هم په خپلو خبرو کې یاده کړې وه چې وفاقي حکومت د برېښنا د واجباتو ترڅنګ ورباندې پاتې نورې پیسې هم نه دې ورکړي نو ځکه له مالي بحران سره مخامخ دي.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) اېتلافي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په روانه اکتوبر میاشت کې یې صوبايي حکومت ته د ملازمانو د تنخاګانو لپاره ۲۶ اربه روپۍ ورکړې دي.

وروسته حکومت د اکتوبر له درېیمې نېټې څخه سرکاري ملازمینو ته د تنخاګانو ورکړه پیل کړه.

په صوبایي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) ګوند یو غړي جمشېد خان د اکتوبر پر پینځمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پورې کړی وو چې د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت د بدانتظامۍ ښکار دی نو ځکه یې د صوبې مالي چارې ګډې وډې دي. "د اکتوبر پر درېیمه نېټه وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا حکومت ته د ملازمینو د تنخاګانو لپاره ۲۶ اربه روپۍ ورکړې. دا تېر درې نیم، څلور کاله په مرکز کې د تحریک انصاف حکومت وو نو زموږ د صوبې چې کوم حق وو، که هغه د ګیس او پېټرولو [د ګټې پیسې دي]، که د تمباکو [مالیه] او که د بجلۍ خالصه ګټه ده. نو په دې ټولو برخو کې زموږ پر مرکز پیسې [پور دي]، نو په کار وه چې د دې لپاره یې جدي هڅې کړې وای او له خپل حکومت څخه یې د صوبې حق ګټلی وای."

جمشېد خان پر جګړا نيوکه وکړه او ويې ويل چې د هغه څرګندونې مناسبې نه دي ځکه چې د وزيراعظم شهباز شریف په واک کې د راتګ یو څو مياشتې کېږي او په دې موده کې وخت پر وخت صوبايي حکومت ته پیسې ورکړل شوي دي.

خو یوشمېر کارپوهان بیا وايي چې د صوبايي او وفاقي حکومت ترمینځ د سياسي اختلافاتو له وجې په خیبر پښتونخوا کې پرمختیايي هلې ځلې اغیزمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG