د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکيه کې د پينځو افغانانو مړي موندل شوي


د ترکيې په سرښار انقره کې پوليس د ګزمې په حال کې دي ــ پخوانی انځور
د ترکيې په سرښار انقره کې پوليس د ګزمې په حال کې دي ــ پخوانی انځور

د ترکيې په سرښار انقره کې د پينځو افغانانو مړي موندل شوي دي.

د ترکیې دولتي انادولو اژانس او نورو رسنیو د نومبر پر ۱۰مه راپور ورکړ چې ترکي پولیسو د انقرې په التينداغ سیمه کې د دغو افغانانو مړي موندلي او داسې ښکاري چې په چړو وهل شوي دي.

د انقرې د والي دفتر پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي د دغو پنځو بهرنیو اتباعو د وژنې په اړه پلټنې روانې دي.

د وژل شویو کسانو کورنۍ او خپلوانو پولیس او روغتیاپالان خبر کړي ول.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ولې دا افغانان وژل شوي خو تر دې وړاندې هم د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو د وژنې او ځورونۍ ځينې پېښې رامينځ ته شوي دي.

بلخوا په دا وروستيو کې د ترکیې پولیس هم تورن شوي چې په سرحدي سیمو کې يې ځينې افغانان د مرګ تر بریده وهلي چې په ناقانونه توګه هغه هېواد ته ور اوښتي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG