د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین په پوځ کې د مجرمانو د شاملېدو فرمان لاسلیک کړ


ولسمشر پوتین د نومبر پر څلورمه په مسکو کې د ځوانانو او رضاکارانو سازمانونو غړو ته وینا وکړه.
ولسمشر پوتین د نومبر پر څلورمه په مسکو کې د ځوانانو او رضاکارانو سازمانونو غړو ته وینا وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو داسې فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې داسې کسان هم په پوځ کې شاملېدای شي چې په جدي جرمونو کې ککړ وي.

ولسمشر پوتین د نومبر پر څلورمه په ماسکو کې د ځوانانو او رضاکارانو سازمانونو غړو ته په وینا کې وویل چې له سېپټمبر میاشتې راهیسې د ۱۸۰۰۰ رضاکارانو په ګډون درې لاکه او ۱۸ زره کسان له جګړې سره یوځای شوي دي.

د نوموړي له خوا د لاسلیک شوي فرمان له مخې داسې کسانو ته لا هم په پوځ کې د شاملېدو لاره جوړه شوې چې د ماشومانو په جنسي تیري، خیانت، جاسوسۍ یا ترهګري محکوم شوي وي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین یرغل پیل کړی وو خو د اوکراین د ځوابي عملیاتو له امله په دې وروستیو میاشتو کې سخت ځاني تاوان ور اوښتی دی.

د اوکراین ځواکونو د خپل هېواد ګڼې اشغال شوې سیمې بېرته ونیولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG