د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې وتلي سني عالم د نړیوالو څارونکو په نظارت کې د ټولپوښتنې غوښتنه کړې


مولوي عبدالحمید د ایران د سنیانو وتلی مشر د وینا پر مهال: انځور له ارشیفه
مولوي عبدالحمید د ایران د سنیانو وتلی مشر د وینا پر مهال: انځور له ارشیفه

یو وتلي ایراني سني عالم په هغه هېواد کې د نړیوالو څارونکو په موجودګۍ کې د رېفرېنډم غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، د خلکو د غوښتنو پر اساس په پالیسیو کې بدلون ضروري دی.

مولوي عبد الحميد د نومبر پر څلورمه، د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال له قم مدرسې او د هېواد له نورو چارواکو غوښتنه وکړه چې د هغو خلکو غږ دې واوري چې له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې یې پر احتجاج لاس پورې کړی دی.

ایراني چارواکو د دغه سني دیني عالم لخوا د ریفرېنډم د غوښتنې په ځواب کې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

مولوي عبدالحمید تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم ویلي وو چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه په زاهدان کې د وژنو زمه واري د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي په ګډون نورو لوړپوړو چارواکو باندې راځي.

په عين حال کې د سيستان ـ بلوچستان صوبې په مختلفو ښارونو کې د زاهدان د قتل عام پر ضد د خلکو مظاهرې په پرله پسې توګه پينځمې اوونۍ ته داخلې شوې دي.

خواو شا څلور اوونۍ مخکې د راپورونو له مخې په زاهدان کې د حکومتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې روانې دي. د ایران "د ګشت ارشاد" په نوم پولیسو مهسا د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نیولې وه. وروسته هغه د پولیسو په حراست کې مړه شوې وه.

خلکو او د مهسا خپلوانو حکومتي عسکر تورن کړي چې نوموړې یې په وهلو مړه کړې خو حکومت دغه تورنه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG