په ایران کې مظاهرې او د پولیسو کارروایانې دوام لري
په ایران کې د مهسا امیني تر مړینې وروسته مظاهرې او د احتجاج کوونکو پرضد د پولیسو کارروایانې روانې دي. د بشري حقونو نړیوالې ادارې وايي، په مظاهرو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې له ایرانه بهر هم فعالانو د هغه هېواد له ښځو سره د پیوستون په موخه احتجاجونو ته دوام ورکړی دی. مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې. هغه د ګشت ارشاد پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. چارواکي وايي، امیني د زړه درېدو له وجې مړه شوه خو مظاهرچیان وايي، پر نوموړې تشدد شوی وو. له ایرانه د خلکو استولیو او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.