د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او بنګلادېش کرکټ لوبډلې په نيو زيلېنډ کې سره مخامخېږي


پاکستاني لوبغاړي د بنګلادېش پر وړاندې د ۲۰ اووریزه سیالۍ تر ګټلو وروسته یو بل ته غاړې وځي - پخوانی انځور.
پاکستاني لوبغاړي د بنګلادېش پر وړاندې د ۲۰ اووریزه سیالۍ تر ګټلو وروسته یو بل ته غاړې وځي - پخوانی انځور.

د پاکستان او بنګلادېش کرکټ ملي لوبډلې په نيوزيلېنډ کې د درې لوبډلو په لړۍ کې له يو بل سره سيالي کوي.

د ۲۰ اووریزه سیالیو په دې لړۍ کې پر کوربه هېواد نيو زيلېنډ برسېره پاکستان او بنګلادېش برخه اخلي. سیالۍ د اکتوبر له اوومې څخه د نيو زيلېنډ په کرايسټ چرچ کې پيلېږي چې اوومه او وروستۍ سيالي به يې د اکتوبر پر ۱۴مه کېږي.

د پاکستان او بنګلادېش لوبډلې وار له مخه لا نيو زيلېنډ ته رسېدلي او سیالي یې د پېښور پر وخت سهار اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

د لوبو دا لړۍ تر ۲۰ اووريز نړيوال کپ دوه ورځې مخکې پای ته رسېږي.

د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام سيالۍ به د اکتوبر له ۱۶مې بيا د نومبر تر ۱۳مې په اسټراليا کې کېږي.

په نړيوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ سيالي د اکتوبر پر ۲۲مه د انګلستان (انګلینډ) خلاف کوي او پاکستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر ۲۳مه له هند سره کوي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي، په الف ګروپ کې د افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا لوبډلې شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.

په ب ګروپ کې پاکستان، هند، بنګلادېش او سوېلي افریقا شامل دي او دوه نورې لوبډلې به د لومړي پړاو د سیالیو تر ګټلو وروسته ورځي.

سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلینډز (هالینډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلینډ او ایرلینډ هغه هېوادونه دي چې ورڅخه به یې څلور لوبډلې په لومړي پړاو کې تر سیالیو ګټلو وروسته الف او ب ګروپونو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۱ز کال د کرکټ ۲۰ اووریز جام اسټرالیا ګټلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG