په داسې حال کې چې د پاکستان په پارلیمان کې د نرښځیانو د حقونو په اړه د ټرانسجنډر فرسنز ایکټ (۲۰۱۸ م) په اړه تاوده بحثونه شوي دي او ځني مذهبي او سیاسي مشرانو دا د اسلامي قدرو ضد ګڼلې، د ترښځیانو د حقونو فعالان وايي چې دغه تورونه بې ځایه دي او باید په دغه بهانه دوي د تعلیم ، صحت، او وراثت کې د حقونو نه بې برخې پاتې نه شي. په عین حال کې وفاقي شرعي عدالت هم په دغه اړه د ځنو خواستونو اوریدنه کړی ده. نن پرې د کرښې په غاړه کې نرښځیانو د استازو،دیني عالمانو او پارلیماني چارو د پوهانو سره خبرې کوو.