اختر علي شاه وايي د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې عملي کول امن راوستی شي
په مشال مرکه کې مو د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو له پخواني سېکرټر سید اختر علي شاه سره خبرې کړې دي. نوموړی د صوابۍ دی او د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو په ګډون په یوشمېر ښارونو کې یې پر دولتي څوکیو دندې ترسره کړې دي. دی د ناامنۍ وروستیو پېښو ته په کتو وايي، په سوات کې د ۲۰۰۷ز په څېر حالات نه دي ځکه چې هغه وخت وسله والو یو موازي حکومت جوړ کړی وو. دی وايي، د ترهګرۍ ضد د قامي تګلارې بشپړ عملي کول امن ته لاره هوارولای شي. د خیبر پښتونخوا امنیتي حالاتو په اړه بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.
برخې
-
سپټمبر ۲۰, ۲۰۲۴
اختر کاکړ نالوستی دی خو په وروڼو يې لوړې زدکړې کړې دي
-
سپټمبر ۰۶, ۲۰۲۴
خالد ايوب وايي پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره "مبارزه" وکړي
-
اګست ۱۶, ۲۰۲۴
ناصر بنګښ وايي په بنو کې امن لپاره مبارزه جاري ساتي