د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي مشر: پاکستان نه یوازې په سېلابونو بلکې قرضونو کې هم ډوبیږی


د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو عمومي مشر، انتونيو ګوتيريش وايي په نړۍ کې د چاپيريال تودوخه یوه لويه ستونزه ده چې له وجې یې د پيدا کيدونکو ويجاړيو مخنيوي لپاره بايد، لوی اقتصاد لرونکي هېوادونه ګامونه واخلي.

ګوتيريش د سيپتمبر په ۲۰مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې د پاکستان مثال ورکړ او وي ويل چې هلته یې په وروستيوو کې د سفر په مهال د سېلاب تباهي ليدلي چې د چاپيريال د تودوخې د کړې زیان سترګې پرانيستونکې نمونه ده.

هغه زیاته کړه: "پاکستان نه يوازې د سېلابونو په اوبو بلکې په قرضونو کې هم ډوبیږي. زه هلته تللی ووم. ما په خپلو سترګو وليدل چې د هغه هېواد درې برخې په اوبو کې ایسارې دي. زه تاسو ته بیا دریادوم چې د اقليمي بدلون لوی بوج په وړو، غریب او مخ پر ودو هېوادونه ډير پريوځي. اوس وخت راغلی چې موږ تر بیانونو مخکې په عملي کارونو لاس پورې کړو."

د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف هم په دې غونډه کې برخه لري. هغه د ځينو هېوادونو له مشرانو سره په ملاقاتونو کې د اقلیمي بدلون پر مسله خبرې او له هغوی څخه د سېلاب ځپلو لپاره مرستې غوښتې دي. هغه د سيپتمبر په ۲۱مه پر ټويټر ليکلي چې د نړۍ بېلابېلو مشرانو سره یې په خبرو کې د چاپيريال د تودوخې د مسلې په حل او د پاکستان حالاتو ته په پام کولو ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سيپتمبر پر ۲۰مه په خپل ماښامني ورځني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د جون له نيمايي راهیسې په راغليو سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۵۶۹ ته رسېدلی او ۱۲۸۶۰ کسان ژوبل شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي چې په سيند او بلوچستان کې په تېر يو شواروز کې شاوخوا ۵۱ زره نور کورونه په بشپړ يا جزوي ډول وران شوي دي. په سیند صوبه کې په همدې موده کې شاوخوا ۲۵ زره نور څاروي مړه شوي دي.

اېن ډي اېم اې په خپل وروستي راپور کې ورکړي چې په پاکستان کې سېلابونو په مجموعي توګه تر ۲۰ لکه زيات کورونه په بشپړ يا جزوي ډول نړولي او شاوخوا ۱۰ لکه څاروي يې وژلي دي. دغو سېلابونو تر ۳۳ ميليونه زيات کسان اغېزمن کړي او ګڼ شمېر يې بېکوره کړي دي. بلخوا هلته د سېلابونو او د اوبو د ډنډو له کبله رامينځ ته شويو ناروغيو هم سلګونه کسان وژلي دي.

بلخوا فرانس د ماحولیاتي بدلون له اغیز څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره پاکستان ته د یو نړیوال کانفرانس د جوړولو وړاندیز کړی دی.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې، د فرانس ولسمشر ايمانول ماکرون او پاکستاني وزیراعظم شهبازشريف تر ملاقات وروسته دواړه په يو شريک بيان کې ويلي چې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د لارو چارو د زده کولو ضرورت دی.

د پاکستان وزيراعظم دفتر ويلي چې فرانس وويل چې د دې کال په پای کې به يو نړيوال کنفرنس جوړ کړي چې پکې به د سیلابونو له امله رامنځته شويو ننګونو سره د مبارزې لپاره لارې چارې وپیژندل شي.

XS
SM
MD
LG