ملګروملتونو ويلي چې پر افغانستان د طالبانو د واک په تېر يو کال کې د ښځو او ماشومانو ټول حقونه زيانمن شوي دي.
د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو د کنټرول د لومړۍ کليزې پر مهال ملګرو ملتونو د دې سازمان تر چتر لاندې د ښځو، ماشومانو او نفوسو لپاره کارکوونکو درو ادارو په حواله ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو يو کلنۍ واکمنۍ هلته د ښځو او نجونو ژوند بدتره کړی او د هغوی د بشري حقونو ټول اړخونه يې اغېزمن کړي دي.
د طالبانو مشرانو پرون په داسې حال کې په ټول افغانستان کې د خپلې يو کلنۍ واکمنۍ د لمانځلو لپاره ولسي غونډې وکړې چې لا هم نړيوالې ټولنې په رسميت نه دې پېژندلي.
خو د ملګرو ملتونو په ګډون نورو ناقدينو هم په پرلپسې توګه د طالبانو پر حکومت نيوکې کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون يې نژادي، مذهبي او نورو ډلو ته ځای نه دی ورکړی.
بلخوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندويه ماموریت (یوناما) د طالبانو د واک ته رسېدو يو کال پوره کېدو سره هممهاله ويلي، که بدلون رانه وړل شي، وضعیت ښايي لا خراب شي.
یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه له هغو کسانو سره تعامل کوي چې بشري حقونه مراعتوي او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.
اخوا پرون طالبانو په افغانستان کې واک ته د رسېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مشال راډیو ایپ ښکته کړئ
که غواړئ چې بې له خنډ او ځنډه د مشال راډیو ټولو مطالبو ته لاسرسی ولرئ نو له ایپ سټور او ګوګل پلې څخه اپليکېشن ډاونلوډ کړئ.
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.