د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سفارت پر افغان شیعه ګانو وروستي بریدونه غندلي


د طالبانو حکومت ساتونکي په کابل کې د شيعه ګانو د ماتم پر مهال د امنيت ټينګښت په موخه ولاړ دي. انځور له ارشيفه
د طالبانو حکومت ساتونکي په کابل کې د شيعه ګانو د ماتم پر مهال د امنيت ټينګښت په موخه ولاړ دي. انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عاشورې په ورځو کې شوي خونړي بریدونه په کلکه غندلي دي.

سفارت د اګست پر اتمه پر خپله ټویټرپاڼه د دې بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

بیان زیاته کړې چې پر عبادت کونکو برید د غندنې وړ عمل دی او افغانان باید په سوله کې ژوند وکړای شي.

دا بریدونه د کابل په شیعه میشتو سیمو کې شوي ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په کابل کې د اګست پر شپږمه د ښار د شپږمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې شوې چاودنې دوه تنه وژلي او ۲۲ ژوبل کړي ول.

تر دې وړاندې د اګست پر پینځمه هم په کابل کې د شیعه ګانو له یو استوګنځای سره په یوه بمي چاودنه کې اته تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG