د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف: د بهرنيو ممنوعه چندو په اړه د انتخاباتي کمېشن فیصله په عدالت کې چېلېنجوو


اسد عمر وويل چې د انتخاباتي کمېشن د پرېکړې پرضد به په دوو يا دريو ورځو کې اسلام اباد های کورټ ته ځي. د ۲۰۱۹ز کال انځور
اسد عمر وويل چې د انتخاباتي کمېشن د پرېکړې پرضد به په دوو يا دريو ورځو کې اسلام اباد های کورټ ته ځي. د ۲۰۱۹ز کال انځور

پاکستان تحريک انصاف ويلي چې هغوی به د ګوند لخوا له بهره د چندو اخيستو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه په عدالت کې چېلنجوي.

د ګوند يو مشر او د پاکستان د پلان پخواني وزير اسد عمر د اګست پر دويمه نېټه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د انتخاباتي کمېشن د پرېکړې پرضد به په دوو يا دريو ورځو کې اسلام اباد های کورټ ته ځي.

تر دې وړاندې د اګست پر دویمه سهار په اسلام اباد کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا وويل چې پر پاکستان تحریک انصاف ګوند له بهره د ممنوعه چندو ترلاسه کولو تورونه ثابت شوي دي.

کمېشن په دې اړه تحریک انصاف ته د لامل ښودلو نوټس هم ورکړ چې ولې نه دا پیسې ضبط کړل شي.؟

کمېشن دا پرېکړه تر هغه څو کاله وروسته واوروله چې د تحریک انصاف ګوند یو بنسټګر او پخواني سیاستوال اکبر اېس بابر په ۲۰۱۴ز کال کې مقدمه دایره کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې پي ټی ای له بهره چندې ترلاسه کړې خو په کلنۍ محاسبه کې يې هغه بهرني بانکي حسابونه د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه پټ ساتلي ول چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې کارول.

خو د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند په وار وار ويلي چې له بهره يې ممنوعه پیسې نه دې ترلاسه کړي.

تر فيصلې وروسته پر ټولنيزو رسنيو د تحریک انصاف او د ګوند مشر عمران خان باندې سختې نيوکې روانې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اګست پر دويمه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د پی ټی ای د بهرنيو ممونعه چندو په اړه د انتخاباتي کمېشن فیصله پر عمران خان د ايين خلاف ورزۍ، د دروغجنو حلف نامو جمع کولو او د بهرنيو پیسو د ترلاسه کولو د رسمي تورونو په معنی ده.

هغه زیاته کړې: "يو وار بیا ثابته شوه چې عمران خان په ثبوت رسېدلی غل دی او قام بايد د ده د سیاست په ناوړ اغېز غور وکړي چې د بهرنيو پیسو په مرسته يې کوي."

په تازه فيصله کې څه ويل شوي؟

د اګست پر دوېيمه نېټه د فیصلې اورولو پر وخت د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا وويل چې پر تحریک انصاف له بهره څخه د ممنوعه چندو د ترلاسه کولو تورونه تابت شوي او په دې اړه يې ګوند ته وويل چې ولې نه دا پیسې ضبط کړل شي؟

کمېشن په دې اړه تحریک انصاف ته شوکاز نوټس جاري کړی دی.

په فیصله کې ويل شوي چې تحریک انصاف يوازې اته بانکي حسابونه مني او ۱۳ هغه يې نامعلومه ګرځولي او دريځ لري چې ورسره يې نشته او د دې ترڅنګ د دې ګوند ځينو مشرانو درې نور حسابونه هم پت کړي دي.

خو په پرېکړه کې ويل شوي چې تحریک انصاف چې له کومو بانکي حسابونه سره د تعلق نه لرلو خبره کوي د هغو په اړه د پاکستان ملي بانک (سټېټ بېنک) څخه د ترلاسه شويو اعداد و شمار (ډېټا) له مخې دا بانکي حسابونه د ګوند صوبايي، مرکزي مشرانو او غړيو پرانېستي او وچلول.

د کمېشن په فیصله کې ويل شوي چې تحریک انصاف د امريکايي شرکتونو له لارې له امريکايي وګړیو او کمپنيانو څخه د چندو راټولولو کمپېن چلولی وو. فیصله زیاتوي چې که څه هم دغو کمپنيانو د امريکا قانونې غوښتنې پوره کړې خو په پاکستان کې يې د سياسي ګوندونو له بهره څخه د چندو اخيستو په اړه د قانون درناوی نه دی کړی.

تر دې وړاندې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف په وار وار ويلي ول چې له بهره يې ممنوعه پیسې نه دې ترلاسه کړي او تل يې له انتخاباتي کمېشن غوښتنه کړې ده چې د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ډلې ته له بهر هېوادونو څخه د ترلاسه شوو د پیسو حساب کتاب له ګوند سره يوځای واوروي.

XS
SM
MD
LG