په کابل کې د پاکستاني پلاوي او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو بل پړاو هم له کوم مهم پرمختګه پرته پای ته رسېدلی دی.
د جولای پر ۳۰مه نېټه کابل ته تللی پلاوی چې مشري يې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بېرسټر محمد علي سېف کوله، د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان ته ستون شو.
محمد علي سیف د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې خبرې به دوام ولري. ده وویل، هغه شخړه چې له شلو کلونو راهیسې روانه ده په یوه یا دوه پړاو خبرو کې نه هوارېږي.
محمد علي سیف د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وويل چې خبرې اترې په ډېره ښه فضا کې وشوې او دواړو خواوو خپل نظریات او وړاندیزونه سره شریک کړل.
هغه شخړه چې له شلو کلونو راهیسې روانه ده په یوه یا دوه پړاوه خبرو کې نه هوارېږي.بېرسټر محمد علي سېف
هغه زیاته کړه چې دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې وې خو درې ورځې یې دوام وکړ. د ده په وینا، د تحریک طالبان پاکستان اصل غوښتنه دا ده چې قبایلي سیمې دې له خیبر پښتونخوا بیرته بېلې شي.
قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې میاشت په وروستۍ اوونۍ کې په ایین (اساسي قانون) کې له بدلون سره په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.
د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله د جولای پر شپږمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د قبايلي سيمو د انضمام ختمېدو غوښتنه غيراييني ده. هغه البته زیاته کړې وه چې د پاکستان قامي امنيت کمېټې په غونډه کې ټول سیاستوال پر دې رضا ول چې "جنګ په جنګ نه ختمېږي" او د "دایمي سولې لپاره مذاکرات اړین" دي.
د تحریک طالبان پاکستان له خوا تر اوسه د خبرو اترو دې پړاو په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي.
وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.
خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د ډېرو حملو ذمه واري هم هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې. په قبایلي سیمو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې ډلې هم فعاله دي.
د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پینځمه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړې وه. حکومت پر هم هغه ورځ د مذاکراتو د جاج اخیستنې او څار لپاره یې د یوې پارلېماني کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.
د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو د میندو او پلرونو ټولنې د جون پر ۳۰مه ويلي چې حکومت دې له ټي ټي پي سره په مذاکراتو کې دوی په اعتماد کې واخلي.
د پاکستان تر اوسني پلاوي مخکې د هغه هېواد د دیني عالمانو یو پلاوی هم د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.
د عالمانو د پلاوي مشر مفتي تقي عثماني له کابله تر ستنېدو وروسته د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر لیکلي چې "سفر یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو ټینګوالي، د امنیت ټینګښت او شریکو ګټو لپاره ډېر مفید وو." نوموړي په بیان کې له ټي ټي پي سره د خبرو هېڅ ذکر نه دی کړی. خو د سرچینو په وینا، د عثماني په مشرۍ پلاوي په کابل کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید په ګډون د هغې ډلې له یوشمېر مخکښه غړو سره لیدلي ول.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د خبرو اترو بهیر ګران دی خو ورته یې خوشبیني ښوولې وه.