د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: د اعلا عدالت وروستۍ پرېکړې سیاسي بحران زېږولی


مولانا فضل الرحمان د ۲۸مې جولای په شپه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
مولانا فضل الرحمان د ۲۸مې جولای په شپه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) له حکومته غوښتي دي چې د ولسمشر له لارې دې سپریم کورټ ته د ایین د ۶۳مې مادې د لومړۍ برخې تشرېح لپاره غوښتنلیک واستوي.

د غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د ۲۸مې جولای په شپه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، دا غوښتنه په پي ډي اېم کې د شاملو واکمنو او نورو ګوندونو مخکښو استازو په یوه خوله په منظور کړي پرېکړه لیک کې کړې ده.

ده وویل، د دې لامل دا دی چې د جولای پر ۲۶مه د پنجاب اعلاوزیر د انتخاب پایلې په اړه د سپریم کورټ د درې کسیزې جرګګۍ فیصلې سیاسي بحران زېږولای دی.

نوموړي زیاته کړه، "دا د غونډې متفق نظر دی چې د ایین د ۶۳مې مادې د لومړۍ برخې د تشرېح پر اساس د اعلا عدالت وروستۍ پرېکړې شدید ابهام، ګډوډي او سیاسي بحران زېږولی دی او دا سیاسي بحران په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ لامل ګرځي."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د جولايي پر ۲۸مه قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې په هغه هېواد کې د "انصاف دوه رنګی معیار" دی.

نوموړي تور پورې کړ چې پخواني وزیراعظم عمران خان په اپرېل میاشت کې په "دوکې" د اسمبلۍ ماتولو هڅه کړې وه خو د ده په وینا، چا یې هم نوټس وا نه خیست.


دا له هغه وروسته ده چې د جولای پر ۲۶مه د سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر امر لغوه کړ او د مسلم لیګ (ن) حمزه شهباز پر ځای یې د مسلم لیګ (ق) او پاکستان تحریک انصاف نوماند پروېز الهي د صوبې اعلا وزیر اعلان کړ.

د پاکستان چیف جسټس یا مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د سترې محکمې درې کسیزه جرګګۍ دا پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې د پروېز الهي درخواست منظوروي او د ایین د ۶۳مې مادې پر اساس د پنجاب د مرستیال سپیکر د جولایي ۲۲مې پرېکړه لغوه کوي.

تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د پرېکړې هرکلی وکړ خو د وفاقي حکومت اېتلافي ګوندونو ورباندې نیوکه وکړه.

تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ له لوري د قضیې پرمخ وړلو ملاتړ کړی وو او د واکمنو ګوندونو د مشرانو څرګندونې یې پر "عدالت برید" بللی وو.

خو د واکمنو ګوندونو مشرانو ویلي وو چې سپریم کورټ د جولای پر لومړۍ نېټه د اساسي قانون د ۶۳مې مادې له لومړۍ برخې سره سم، د پنجاب د اعلاوزیر پخواني انتخابات رد کړي ول ځکه چې په اپرېل کې د تحریک انصاف ۲۵ غړو د ګوند د مشرتابه د لارښوونې برعکس حمزه شهباز ته رایه ورکړې وه.

پاکستان جمهوري غورځنګ پر حکومت غږ کړی دی چې په غوښتنلیک کې دې له سپریم کورټه وغواړي چې د ټولو قاضیانو جرګګۍ جوړه کړي او د اساسي قانون هغه ماده دې تشرېح کړي چې پکې په پارلېمان کې د یوه ګوند د استازو د مشر او د ګوند د مشرتابه د واک او اختیار ذکر شوی دی.

د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اعلاوزیر د انتخاب په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال په بیا بیا ټینګار کړی وو چې ټولې فیصلې له ایین او قانون سره سمې کوي او که په تېرو وختونو کې د ایین په تشرېح کې تېروتنې شوې وي، نو هغه سمول هم د قاضیانو کار وي.

XS
SM
MD
LG