د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د پاکستاني عالمانو ورغلی پلاوی د تحریک طالبان پاکستان مشرانو سره خبرې کوي


د تحریک طالبان پاکستان وسله وال: انځور له ارشیفه اخیستل شوی
د تحریک طالبان پاکستان وسله وال: انځور له ارشیفه اخیستل شوی

د پاکستاني علماوو یو ۱۸ کسیزه پلاوی په درې ورځني سفر پرون (د جولای پر ۲۵مه) کابل ته رسېدلی دی. د دغه ډلې مشري د پاکستان د وفاق المدارس مشر مفتي تقي عثماني کوي.

مفتي تقي عثماني تیره ورځ (د جولای په ۲۵مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دعوت په ښه نیت د علماوو د ډلې سره کابل ته رسېدلی دی او هلته یې د ځینو افغان حکومتي مشرانو سره پر امدادي کار، تعلیم، او اسلامي اقتصاد خبرې پیل کړې دي.

کابل ته په ورغلي پلاوي کې د پاکستان د مرکزي کابینې یو وزیر طلحا محمود هم شامل دی. نوموړی د ریاستونو او سرحداتو وفاقي وزیر دی. په نورو مهمو کسانو کې د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه یو مشر مولوي انوارالحق او د صوابۍ د پنج پیر سیمې د مخور مولانا محمد طیب نومونه د یادولو وړ دي.

تمه ده چې د پاکستاني علماوو دا ډله به د افغان حکومت او په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشرانو سره هم وویني او د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې به منځګړیتوب وکړي.


د پاکستان حکومت په دې اړه لا هم څه نه دي ویلي، خو دا له هغې وروسته ده چې د روان کال د جون په دویمه کابل ته له پاکستانه یوه ۵۳ کسیزه جرګه له ټي ټي پي سره د مذاکراتو لپاره ورغلې وه چې له دوه ورځنیو خبرو او مذاکراتو وروسته، د جون پر درېیمه بېرته پاکستان ته ستنه شوه.

د دې خبرو په نتيجه کې تر نامعلومې مودې پورې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند غځولو اعلان هم شوی وو.

افغانستان ته ورغلي پلاوي او تحریک طالبان پاکستان دواړو غاړو د دې خبرې پخلی کړی دی چې د سولې اړوند خبرې به د جولای په ۲۶مه په کابل کې پیلېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت افغانستان ته د قبایلي مشرانو یو پلاوی هم لېږلی وو چې د تحریک طالبان پاکستان سره د سولې په باره کې خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو په دې زیات معلومات رسنیو سره نه دي شریک کړي خو د جولای په ۲۵مه چې د د دیني عالمانو پلاوی کابل ته ورسید نو هلته ورته د پاکستان سفیر منصور احمد خان هرکلی وویلو.

XS
SM
MD
LG