د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيدر بار: طالبان په رسميت د پېژندو غوښتنه کوي خو د نړيوالو اندېښنې نه ځوابوي


د طالبانو ځيني‌مشران په کابل کې (انځور له ارشيفه)
د طالبانو ځيني‌مشران په کابل کې (انځور له ارشيفه)

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره، هيومن رايټس واچ وايي د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په خبرو کې د بشري حقونو د سرغړونو ودرولو په اړه هېڅ ونه ويل شو.

د دې ادارې د ښځو د برخې مرستیالې، هیدر بار ويلي‌داسې نه ښکاري چې طالبان د هغو اندېښنو ځواب ویلو ته تیار شوي وي چې نړيوالو د افغانانو د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څرګندې کړې دي.

بار د جولای په اوومه ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر پیغام د هغه وینا تکرار دی چې د علماوو د لویې غونډې په نوم د درې ورځنۍ ناستې په پای کې یې کړې وه.

هغې زیاته کړه: "طالبان ظاهراً ډېرې غوښتنې لري. لکه دا چې د نړۍ له لوري دې په رسمیت وپېژندل شي او دوی په یو ډول امر کوي چې نور هېوادونه دې د دوی په کا رکې کار نه‌لري خو داسې نه ښکاري چې دوی دې د هغو اندېښنو ځواب ویلو ته حاضر وي چې په درسته نړۍ کې پر بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو د حملو په اړه یې څرګندې کړي دي. داسې احساسېږي چې دا پیغام د نه همکارۍ ښکارندويي کوي. د طالبانو تر واک لاندې د طالبانو او افغانستان په اړه د نړۍ د درک څرنګوالي ته اشاره نه‌ده شوې."

طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. له هغه راهیسې د خپلې سختدريځې واکمنۍ په مهال، پر ښځو مخ پټول جبري کړې دي، پر رسنيو یې ځينو محدوديتونه لګولي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي او په حکومت کې یې نورو سیاسي ګوندونو ته برخه نه ده ورکړي.

نړيوالو په څو څو ځل له طالبانو غوښتنه کړې چې د دې هر څه په اړه خپل دريځ نرم او د بشر حقونه مراعت کړي. د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. د طالبانو مشر، ملا هيبت الله اخونزاده د جولای په شپږمه، د اختر په مناسبت خپاره کړې پيغام کې ويلي‌وو چې د امريکا په ګډون د نړۍ هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي. هغه پر نړیوالو غږ کړی وو چې د دوی حکومت په رسميت وپيژني خو د بشري حقونو د مراعتولو په اړه یې هېڅ نه وو ويلي.

ملګرو ملتونو د نجونو پر تعليم د محدوديتونو له امله د طالبانو د لوړو زده کړو پر وزير او د تعليم وزارت پر مرستيال وزير سفري بندیزونه لګولي دي. همداراز امريکا ويلي‌چې داسې لارې چارې ورسره شته چې پر طالبانو د بشري حقونو د رعايتولو لپاره فشار راوړي.

تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو لخوا بلل شوې د دوی د ملاتړو ديني‌عالمانو په غونډه کې ملا هيبت الله ويلي وو چې د نړیوالو فرمایشونه نه مني. د بشري حقونو د څار ادارې، هيومن رايټس واچ تېره مياشت له نړيوالو غوښتنه کړې وه چې پر طالبانو دې بندیزونه ولګوي تر څو دوی د بشري حقونو په اړه اندېښنې واوري او د ليري کولو لپاره یې ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG