د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو وايي، امریکا د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پر مهال له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې د پوځي او وسله والو مقاومتونو ملاتړ هېڅکله نه کوي.
ډونالډ لو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، "د امریکا حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي، موږ هېڅکله د هغو وسله والو نښتو ملاتړ نه کوو چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې روان دي، زموږ په نظر بریا هغه مهال ممکنه ده چې طالبان داسې یو رښتینی حکومت جوړ کړي چې په پرېکړو کې یې ټول افغانان ځان شریک وګڼي."
ده وویل، فکر کوم د افغانستان خلکو څلوېښت کاله د وینو بهېدل تجربه کړل او اوس باید د ده په وینا، دا لړۍ بنده شي.
امریکا په داسې حال کې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو له ملاتړه انکار کوي چې اوسمهال څو ډلو په بېلابېلو نومونو د طالبانو د حکومت پر وړاندې د موجودیت اعلان کړی دی.
په دې ډلو کې هېڅ یوې یې هم نړیوال رسمیت نه دی ترلاسه کړی او هېڅ هېواد هم له دې ډلو سره د همکارۍ په اړه څه نه دي ویلي.
ډونالډ لو په امریکا، بریتانیا او جرمني کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه وویل، " ټول دا باور ترلاسه کول غواړي چې دا پیسې د افغانستان د خلکو له خوا او د دوی پر اړتیاوو لګول کېږي، نه د اداري فساد یا د پوځي پروژو پر چارو."
امریکا د افغانستان بانک نهه نیم میلیارد ډالره شتمنۍ تېرکال له هغه وروسته کنګل کړې چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر نهه میاشتې زیات وخت شوی دی خو لا هم په نړۍ کې هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی دی.