د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي د بیا رغونې لپاره ۷۵۰ اربه ډالرو ته اړتيا لري


سرمشريزې ته د اوکراین ولسمشر د ويډيو لېنک له لارې وينا وکړه.
سرمشريزې ته د اوکراین ولسمشر د ويډيو لېنک له لارې وينا وکړه.

د اوکراین مشرانو په سویټزرلېنډ کې یوې نړیوالې سرمشریزې ته ویلي چې د دوی تباه شوی هیواد د رغونې درې پړاونو لپاره ۷۵۰ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

د دوی په وینا، روسیې د دوی پر هېواد یرغل کړی او هلته یې ښارونه او بنسټونه وران کړي دي.

د اوکراین وزیراعظم ډینس شميهال دا څرګندونې د جولايي پر څلورمه د سویټزرلېنډ په لوګانو ښار کې د اوکراین د بیا رغونې په اړه جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې ته په وینا کې کړې دي.

هغه ویلي، دوی باور لري چې د اوکراین د بیا رغورنې د پلان لپاره به اساسي سرچینه د روسیې هغه کنګل شوې شتمنۍ وي چې د ده په وینا، له ۳۰۰ تر ۵۰۰ اربه ډالرو پورې دي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له کییف څخه دې غونډې ته د ویډیو له لارې په وینا کې وویل چې د اوکراین بحالي د ټولې جمهوري نړۍ ګډ کار دی او دا به د ده په وینا، د ټولو قامونو شریک خدمت وي.

XS
SM
MD
LG