د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو: له ترهګرۍ سره د تړلو چارو پرېکړې باید پارلېمان وکړي


په وفاقي‌ حکومت د شریک پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي چې پيپلز پارټۍ باور لري چې ټولې فیصلې باید پارلېمان وکړي.
په وفاقي‌ حکومت د شریک پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي چې پيپلز پارټۍ باور لري چې ټولې فیصلې باید پارلېمان وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير او د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، په کار ده چې له ترهګرۍ سره د تړلو چارو فیصلې پارلېمان وکړي.

بلاول بټو زرداري دا څرګندونې د جون پر ۱۱مه نېټه پر خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکلې دي.

نوموړي لیکلي چې ګوند يې د لوړې کچې په غونډه کې د ترهګرۍ، په خاصه توګه په افغانستان کې له تحریک طالبان افغانستان (ټي ټي اې) او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره شوي پرمختګونه بحث کړل.

د پيپلز پارټۍ مشرتابه دا غونډه د جون پر ۱۱مه په داسې حال کې په اسلام اباد کې کړې چې پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې کوي.

د قبايلي ضلعو ۵۳ کسيزې جرګې د جون پر لومړۍ نېټه په کابل کې له تحریک طالبان پاکستان سره لیده کاته وکړل او تحریک طالبان پاکستان د جون پر درېيمه نېټه د پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې مودې پورې ډز بندې اعلان کړه.

د جون پر دويمه او درېیمه نېټه د شويو مذاکراتو منځګړيتوب د افغانستان د طالبانو حکومت کړی وو.

د پاکستان له خوا له تحریک طالبان پاکستان سره دا خبرې اترې د پارلېمان د یو شمېر غړو او بشري حقونو د فعالانو له اړخه له سختو نیوکو سره مخامخ دي.

د دې خبرو اترو د پروسې تر راڅرګندېدو وروسته د پارلېمان یو شمېر غړو غوښتنه وکړه چې باید داسې پرېکړې یوازې د ملک ټاکل شوی پارلېمان وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې خبرو اترو په وړاندې یو شمېر داسې پوښتنې راپورته کړې چې د ده په وینا باید ریاست ورته ځواب ووايي.

نوموړي د جون پر پنځمه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د غورځنګ جلسې ته په وینا کې وویل، پاکستان چې له تحریک طالبان سره خبرې کوي نو دا ضمانت به څوک ورکوي چې دا ډله به له جګړې لاس اخلي؟

نوموړي تور پورې کړ چې پاکستان په ځانګړې توګه قبایلي ضلعې یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدلول غواړي.

د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه که څه د منظور پښتین دې څرګندونو ته په ځانګړې توګه ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې یې په وار وار دا داسې تورونه رد کړي دي.

په وفاقي‌ حکومت د شریک پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري زیاته کړې چې پيپلز پارټۍ باور لري چې ټولې فیصلې باید پارلېمان وکړي.

پيپلز پارټۍ په ۲۰۲۱ز کال کې د عمران خان د واکمنۍ پرمهال هم د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرې اترې رد کړې وې.

بلاول بوټو ويلي، ګوند به يې د وړاندې تلو په لړ کې د اتفاق رایې پېدا کولو لپاره له خپلو اتحادي ګوندونو سره رابطې کوي.

پیپلز ګوند له مسلم لیګ نون، جمعیت علما اسلام او ځینې نورو ګوندونو سره دا وخت د ملک په وفاقي حکومت شریک دی.

په پاکستان کې د فعالیت کوونکو وسله والو ډلو په اړه د اوسنیو واکمنو ګوندونو دریځ یو له بله بېل پاته شوی دی.

د پیپلز ګوند مشرانو تل د تحریک طالبان پاکستان او نورو داسې ډلو پر وړاندې د نورو پرتله سخت غبرګون او دریځ درلودلی دی.

د پيپلز پارټۍ پخوانۍ مشره بېنظير بوټو د ٢٠٠٧ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه نېټه په راولپنډۍ ښار کې په ترهګره حمله کې وژل شوې وه.

XS
SM
MD
LG