د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ وکړ چې د نړيوالو توقعات پوره کړي


د جرمني بهرنيو چارو وزيره انالينا بيربوک د خپل پاکستاني سيال، بلاول بوټو زرداري سره
د جرمني بهرنيو چارو وزيره انالينا بيربوک د خپل پاکستاني سيال، بلاول بوټو زرداري سره

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې د افغانستان پر طالبانو غږ وکړ چې د نړيوالو هيلې او توقعات دې پوره کړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې د جون په اوومه په يوه شريکه خبری غونډه کې دواړو سیاستوالو وويل چې د خپلو هېوادونو تاريخي تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړيکې به دوامدارې ساتي. بلاول بوټو زرداري وويل چې د جرمني له بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک سره بې په ملاقات کې د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان او نړۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.

بلاول بوټو زرداري وويل چې د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې سره یې د افغانستان په اړه په خبرو کې وويل چې هيله لري د طالبانو حکومت د نړيوالو توقعاتو ته پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې د نيږدې څلويښت ميليونو افغانانو د بشري حالاتو په اړه خبرې وکړي. دا مو هم وويل چې د افغانستان حکمرانان دې د نړيوالو توقعات پوره کړي. په دې توقعاتو کې ټولشموليت، بشري حقونو ته بشپړ درناوی او د ترهګرۍ پر ضد د ګامونه اخیستل شامل دي."

امريکې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو پخوا هم پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې بېلابېلو سیاسي نظرونو ته احترام وساتي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان جمهوري او منتخب حکومت چپه او پر ځای یې خپل "امارت" روان کړ. دوی د نورو سیاسي ګوندونو ته په حکومت کې ځای نه دی ورکړی او په راتګ سره یې ځيني سخت بندیزونه عملي کړې دي. دوی بغیر له محرمه د ښځو له کوره بهر وتل منع، له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعليم بند، پر رسنيو ځيني بنديزونه او پر ښځو د مخ پټول جبري کړي دي.

طالبان په غلطه خوا روان دي. تر څو چې دوی پر دې لاره روان وي نړيوال به ورسره اړيکې رسمي او عادي نه کړي
د جرمني بهرنيو چارو وزیره

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان په اړه تماسونو ته دوام ورکړي. هغه وويل پاکستان پر دې باور دی چې د امريکې لخوا د افغانستان بندې شوې اثاثې خلاصول به د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول ولري.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک په شريکه خبري غونډه کې وويل چې د افغانستان په بحران یې نظر دی. هغې وويل چې د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان مخ پر ځوړ روان دی. هغې زیاته کړه چې نجونې له تعليم بې برخې کړل شوې او ښځې له عام ژونده غايبه کړل شوې او طالبانو مخالف نظرونه "په بې رحمۍ سره ځپلي".

هغې زياته کړه: "نړيواله ټولنه بايد طالبانو ته ډير واضحه او په زوره ووايي چې تاسو په غلطه خوا روان یاست. تر څو چې دوی پر دې لاره روان وي، نه خو به نړۍ ورسره اړیکې عادي کړي او نه به یې هم په رسميت وپيژني. موږ به د افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتو. موږ به هغوی ته بشري مرستې ورسوو او د هغوی ملاتړ ته به دوام ورکړو."

بلاول بوټو زرداري د جرمني له بهرنيو چارو وزيرې سره تر ملاقات وروسته په خبري غونډه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو پر زياتولو ټینګار وکړ او و یې ويل چې تېر کال پاکستان جرمني ته د دوه نيم اربه ډالرو مالونه ليږلي وو او له جرمني يې د يو اعشاريه درې اربه ډالرو سامانانونه اخیستې وو. د هغه په وينا له همدې وجې د دواړو هېوادونو سوداګريزې اړیکې ډېر اهميت لري. "د جرمني ۳۵ کمپنيانو په پاکستان کې پانګونه کړې چې ۳۸۵ ميليونو ډالرو ته رسيږي. موږ به دا اړيکې لا نورې پراخوو."

XS
SM
MD
LG