د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان مسيدو جرګې په برمل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې کړې


د سویلي وزیرستان په مکین کې د سیمې د امنیت په موضوع د درې مسیدو یوه بله جرګه د مې په ۱۵مه ترسره کیږي: انځور له ارشیفه
د سویلي وزیرستان په مکین کې د سیمې د امنیت په موضوع د درې مسیدو یوه بله جرګه د مې په ۱۵مه ترسره کیږي: انځور له ارشیفه

د سویلي وزیرستان د مسیدو یوې ۳۲ کسیزه جرګې د افغانستان برمل سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو سره لیدلي دي.

د پاکستاني طالبانو یو مشر د نوم نه ښودلو په شرط، د مې په ۱۴مه مشال راډیو ته ویلي چې د مسیدو مشرانو بیګا (د مې په ۱۳مه) د طالبانو له مشرانو سره ملاقات کړی دی او ورسره یې د سیمې په امنیت خبری کړې دي.

د مسیدو د جرګې یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا جمال الدین د مې په ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د ستونزو هواری د جرګو د لاری کېدای شي او په دې لړ کې په اخلاص سره کار روان دی.


خو په سویلي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر رحمت شاه مسید وايي چې دا یوه سرکاري جرګه ده او د مسیدو استازیتوب نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د مذاکراتو مخالفت نه کوي خو په سیمه کې د امنیت پر ځای کول، د ریاستي ادارو ذمه واري ده.

د مسیدو مشرانو جرګه نن سهار (د مې پر ۱۴مه) ۱۱:۳۰ بجې د افغانستان د پکتیکا له برمل سیمې نه د انګور اډې په لاره واپس سویلي وزیرستان ته رسیدلې ده او سبا (د مې په ۱۵مه) به د سویلي وزیرستان په مکین کې د سیمې د امنیت په موضوع د درې مسیدو یوه بله جرګه ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې دوه مهم قوماندانان په دې موخه په افغانستان کې طالب چارواکو ته سپارلي چې که له هغې ناقانونه ډلې سره یې د سولې خبرې بریالۍ شي، نو هغوی به خوشې شي.

له دې پرمختګونو باخبره سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې اسلام اباد مسلم خان او محمود خان په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپاري.

دواړه قوماندانان د ملا فضل الله په مشرۍ د سوات د طالبانو لوړپوړي مشران ول چې په ۲۰۰۹ز کال کې په هغه سیمه کې د پاکستان پوځي عملیاتو پرمهال نیول شوي ول.

سرچینو د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته دا هم ویلي وو چې اوسمهال د پاکستان پوځ یو پلاوی په کابل کې دی او هلته د طالب چارواکو په منځګړتوب د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې کوي چې یوه جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند او سوله اعلان کړي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ پر دې موضوع لا څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې هم له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې یوشمېر موافقې کړې وې چې ناکامه شوې او د هرې لوظنامې تر ماتېدو وروسته تاوتریخوالی لا زیات شو چې پکې د دواړو خواوو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم لوی ځاني او مالي زیان ورسېد.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG