د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د حلقه بنديو مهال وېش اعلان کړ

کمېشن وايي، د حلقه بنديو وروستی نوملړ به د روان ۲۰۲۲ز کال په اګست مياست کې خپور کړي.
کمېشن وايي، د حلقه بنديو وروستی نوملړ به د روان ۲۰۲۲ز کال په اګست مياست کې خپور کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په هېواد کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د انتخاباتو لپاره د حلقه بندیو مهالوېش اعلان کړی دی.

انتخاباتي کمېشن د اپریل پر ۱۱مه پر ټویټر لیکلي چې تر دې وروسته به په هېواد کې کوم بل نوی انتظامي یونت نه جوړېږي.

کمېشن زیاته کړې چې د ټولو صوبو د حلقه بندیو کمېټۍ به د اپریل تر ۱۶مې جوړې شي. د کمېشن په وینا د حلقه بندیو حتمي فهرست به د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر درېيمه خپور شي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG