د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې د اېف سي ځواکونو پر مرکز بريد شپږ سرتېري وژلي، ۲۲ ژوبل کړي


د ټانک نقشه
د ټانک نقشه

د خيبر پښتونخوا د ټانک چارواکي وايي، د اېف سي ځواکونو پر مرکز د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی. په دې جګړه کې چې څو ساعته یې دوام کړی، دواړو غاړو ته د تلفاتو د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ټانک پولیسو مشر وقار احمد نن (د مارچ پر ۳۰مه) مشال راډيو ته وویل، بریدګر نن سهار وختي د درو بجو په شاوخوا کې د اېف سي ځواک ودانۍ ته ننوتل او ډزې يې پيل کړې.

د نوموړی وينا وه: "د وسله والو دا حمله چې څو ساعته روانه وه، پکې درې اېف سي سرتېري وژل شوي او ۱۰ پکې ژوبل شوي دي. په جوابي کارروايي کې درې برید ګر هم ووژل شول."

خو په ټانک کې د استخباراتي ادارې یو مامور مشال راډیو ته وویل، په دې جګړه کې د اېف سي شپږ سرتیري وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي. د نوموړی په وينا، په وژل شويو سرتېرو کې يو صوبيدار مېجر شير محمد، نايب صوبيدار سيد علي او څلور سپاهيان شامل دي.

د ټانک حملې تر څنګ د مارچ پر ۲۹مه د جنوبي وزيرستان په مکين منديچ سيمه کې هم وسله والو د پاکستاني پوځ پر سرتيرو حمله کړې چې دوه پوځيان پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د لاقانونه ګرځول شوي ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د یو پیغام په خپرولو سره د دواړو بریدونو مسوولیت منلی دی.

بلخوا د مارچ پر ۲۹مه ماښام په بنو کې د پولیسو یو سرتېری وسله والو وژلی دی.

د بنو پولیسو ویاند زمان شاه په وینا، د پولیسو سرتېری جلیل خان د میراخېل تاڼې په حدودو کې په نخښه شوی او بریدګر تښتېدلي دي.

نوموړی وايي، د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي. د برید ذمه واري تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې.

دې ترڅنګ د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په میرامشاه کې يې څلور وسله وال وژلي دي.

پوځ د مارچ پر ۲۹مه وويل چې دا پېښه د مارچ پر ۲۸مه مخې ته راغلې ده. خو په دې اړه يې زیات جزیات نه دي ورکړي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرې څه مودې راهيسې هلته د ناامنۍ پېښې بيا زياتې شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG