د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر ميا شهباز شريف د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک په رسمي توګه وړاندې کړ.
د مارچ پر ۲۸مه نېټه چې کله د قامي اسمبلۍ غونډه د مرستيال سپیکر قاسم سوري په مشرۍ کې پیل شوه نو هغه د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف ته د بې باورۍ تحريک وړاندې کولو وويل چې وروسته د تحریک د منلو لپاره ناست غړي وشمېرل شول.
شهباز شريف پر دې موقع وويل چې ځکه دا قرادار وړاندې کوي چې پر وزیراعظم عمران خان د ولس باور ختم شوی دی.
د تحریک د منلو لپاره د ۶۸ غړيو حمایت ته اړتيا وي خو د اسمبلۍ په غونډه کې د مخالفه ګوندونو ۱۶۱ غړو د تحریک په حق کې رایې ورکړې. له دې وروسته ډپټي سپيکر تحريک د بحث لپاره ومانه او د قامي اسمبلۍ غونډه يې د مارچ تر ۳۱مې نيټې پورې وځنډوله.
د ايين له مخې به تر وړاندې کېدو وروسته د عدم اعتماد پر تحریک رايه اچونه تر درې ورځو له مخه او تر اوو ورځو وروسته نه شي کېدلای.
د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ او پيپلز پارټۍ د مارچ پر اتمه نېټه د قامي اسمبلۍ په سېکريټرېټ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک جمع کړی وو.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.
بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېبپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.
د قامي اسمبلۍ په غونډه کې له جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر پر چوکۍ د هغه تصوير اېښودل شوی وو. د قامي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنک مشر محسن داوړ پر ټويټر پاڼه عکس خپور کړی او ليکلي چې د احتجاج په توګه يې دا تصوير پر چوکۍ اېښۍ دی.
نوموړي زیاته کړې:" د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې په غلط او فرضي قضيو کې په زندان کې دی."
خو د کراچۍ پوليسو له خوا د علي وزیر پرضد جوړو شويو مقدمو کې ويل شوي چې هغه په غونډو کې د ریاست او ریاستي ادارو پرضد له کرکې ډکې ويناګانې کړې دي خو علي وزیر دا تورونه ردوي.
د عدم اعتماد تحریک وړاندې کېدو یوه ورځ له مخه د مارچ پر ۲۷مه نېټه تحریک انصاف په اسلام اباد کې جلسه وکړه چې پکې وزیراعظم عمران خان د وينا پر مهال تورې پورې کړ چې د ده خلاف عدم اعتماد تحریک راوړلو شاته بهرنۍ "سازش" دی.
نوموړي ادعا وکړه چې د ده پرضد حزب اختلاف د "بهرنيو طاقتونو" په اشاره د عدم اعتماد تحریک ځکه وړاندې کړی چې په ادعا يې چې ده د پاکستان "بهرنۍ تګلاره د بهرنيانو د خوښې مطابق له جوړولو" څخه انکار کړی دی.
هغه زیاته کړه: "له بهره څخه زموږ بهرنۍ تګلاره تر نفوذ لاندې د راوستو هڅې روانې دي. له موږ سره له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې سازش په اړه معلومات ول. موږ هغه هم پېژنو چې دغه خلک (حزب اختلاف) يې سره رايو ځای کړي دي خو وخت اوس بدل شوی دی. دا د ذوالقار علي بوټو (پخوانی وزیراعظم) وختونه نه دي."
خو عمران خان د بهرني سازش يا د اپوزيشن د رايوځای کولو د تور په ملاتړ کې کوم ثبوت وړاندې نه کړ او نه يې هم د کوم هېواد، کسان يا کړۍ نوم واخیست البته په لاس کې يې يو کاغذ وو چې په ادعا يې دا يو خط دی چې پکې ورته "دړکې" ورکړل شوې دي.
هغه وويل: " له ماسره د ثبوت په توګه خط دی او که څوک ورباندې شک لري نو زه يې پټ (اف دي ريکارډ) ورښکاره کولای شم. موږ دړکو ترلاسه کولو او د بهرني سازش په اړه نور مواد هم لرو چې ډېر ژر به يې په ډاګه کړو."
د حزب اختلاف اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن د وزیراعظم عمران خان دا تور رد کړی دی او ادعا کوي چې دا "خط جعلي" دی.
نوموړي دا څرګندونې د اسلام اباد په اېچ-۹ سيمه کې يوې غونډې ته وکړې. د اپوزیشن ګوندونه مشران او ملاتړې د قافلو په بڼه کې اسلام اباد ته رسېدونکي دي او نن (د مارچ پر ۲۸مه) به هم په دې سيمه کې جلسه وي.
مولانا فضل الرحمن د عمران خان د څرګندونو په ځواب کې وويل: "هغه (عمران خان) د دړکو په اړه "جعلي خط" ښکاره کړی دی. تاسو (عمران خانه) د دروغو د پرچۍ پر ښکاره کولو سره خلک بېوقوفه کوئ خو تاسو به اوس هيڅ يو خط بچ نکړای شي."
عمران خان په خپله وينا کې د خپل ګوند پر هغو غړو هم غږ وکړ چې د عدم اعتماد تحریک پرمهال يې د ده پرضد د رايې ورکولو اشارې ورکړې دي، چې پرضد دې يې ووټ نه ورکوي.