د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: پر عدم اعتماد تحريک د بحث غونډه بايدپه ۱۴ ورځو کې رابلل شوې وای


 پخوانی تصویر: مريم نواز او بلاول بوټو زرداري
پخوانی تصویر: مريم نواز او بلاول بوټو زرداري

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي وزیراعظم عمران خان او د قامي اسمبلۍ سپېکر له ايينه سرغړونه کړې ده.

نوموړي د مارچ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې سپېکر اسد قیصد په ۱۴ ورځو کې پر عدم اعتماد د رایو اچولو لپاره د اسمبلۍ غونډه نه ده راغوښتې چې دا د ایین خلاف کار دی. هغه زیاته کړه چې دا مسله به سپریم کورټ ته وړي. ((د پاکستان ایین وايي چې د عدم اعتماد تحریک وړاندی کېدو وروسته باید په ۱۴ ورځو کې دننه د اسمبلۍ غونډه راوبلل شي. وزیراعظم عمران خان ته له لومړۍ ورځې راهیسې خپل شکست ښکاري نو ځکه هڅه کوي چې له دې عمله وتښتي.))

بلخوا وزیراعظم عمران خان د مارچ پر ۲۰مه په ملاکنډ کې ویلي چې مخالفه ګوندونه به د ده پر ضد د عدم اعتماد تحریک لړ کې له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر د مارچ پر ۲۵مه د وزیراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک په اړه غونډه رابللې ده. حزب اختلاف د قامي اسمبلۍ د سپېکر په دفتر کې د مارچ په ۸مه د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی وو.

بلخوا اپوزیشن ګوندونو د مارچ پر ۲۰مه په يوه شريکه خبرپاڼه کې وويل چې د وزیراعظم خلاف عدم اعتماد تحریک او سياسي حالات به په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر کېدونکې غونډه هېڅ اغېز و نه کړي.

د او ای سي غونډه د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې د ملګرتیا، انصاف او پرمختیا لپاره د همکارۍ رامینځ ته کولو تر نامه لاندې رابلل شوې ده. تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۹مه د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د نورو اپوزیشن ګوندونو له مشرانو سره يوځای په يوه خبري غونډه کې ويلي ول، که پر عدم اعتماد تحريک رایه اچول ځنډېږي نو دوی به په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړي.

یاده دې وي چې واکمن تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ خپلو هغو غړو ته نوټسونه لېږلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا یې کړې ده. رسنيوو د دې کسانو شمېر ۲۴ ښودلی دی.

د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مارچ په ۱۹مه يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې دا سياستوال به د ولس له قهره ووېرېږي او زر به ورستانه شي. خو له اپوزیشن سره ملګري شوي دې کسانو کې ځينو یې پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دوی د عمران خان له رویې خوشاله نه وو نو ځکه د نوموړي د ليري کولو لپاره د اپوزیشن لخوا راوړل شوي د عدم اعتماد تحريک ملګرتيا کوي.

XS
SM
MD
LG