د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: وسله وال بريد کې څلور پوليسان ژوبل شوي


د ډېره اسماعيل خان نقشه
د ډېره اسماعيل خان نقشه

د خيبرپښتونخوا ډېره اسماعيل خان کې د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکوونکي ډلې پر بدرګه کوونکو وسله وال بريد کې څلور پولیسان ژوبل شوي دي.

د کلاچي پولیسو تاڼې مشر محمد رمضان مشال راډیو ته ويلي چې نن (فبرورۍ ۲۲مه) په مډه سيمه کې د پوليسو پر يو ګاډي هغه وخت د سړک پر غاړه ښخ بم وچاودېد چې دوی د پوليو ضد کميپېن کوونکو د امنيت لپاره روان ول.

د نوموړي په وينا، په پېښه کې ټپیان شوي څلور واړه پوليسان د درملنې لپاره د ډېره اسماعيل خان سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.

ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان د بريد ذمه واري منلې ده.

د ډېره اسماعيل خان او بنو ډویژن په شپږو ضلعو کې د فبرورۍ له ۲۱مې د پوليو ضد کيمپېن پیل شوی چې پکې به ۱۰ لاکه ماشومانو ته له ګوزڼ څخه د خونديتوب څاڅکې ورکول کېږي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG