د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فبرورۍ پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا د ۱۳ ضلعو پر ځينو حلقو بيا بلدیاتي انتخابات کېږي


د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تېر کال د ‌ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي ول : د ارشیف انځور
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تېر کال د ‌ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي ول : د ارشیف انځور

د فبرورۍ پر ۱۳مه، د خیبر پښتونخوا د ‍۱۳ ضلعو پر ځينو حلقو بيا بلدیاتي انتخابات کېږي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تېر کال (۲۰۲۱ز) د ‌ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي ول خو له دغو ۱۷ ضلعو نه د ۱۳ ضلعو په ځینو سیمو کې د ځینو وجوهاتو له کبله د لومړي پړاو انتخابات پاتې شوي ول چې اوس د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه ترسره کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د فبرورۍ پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وویل، دا هغه سیمې دي چې د امنیتي صورتحال، د نوماندانو د مړینې او ځينو نورو وجوهاتو له امله پکې انتخابات ځنډول شوي ول.

هغه وايي:

"د ځینو ضلعو په بېلا بېلو سیمو کې د رايو بکسونه مات کړل شوي ول یا نور څه ګډوډی شوی وو، نو د هغې په وجه د ووټونو عمل نه وو شوی. بیا ځینې ضلعي داسې وې چېرته چې امیدواران مړه شوي ول. نو دا ټول ۱۳ ضلعې جوړیږي چېرته چې انتخابات کېږي."

سهېل احمد زیاته کړه چې په هغو ټولو سیمو کې به د فبرورۍ د ۱۲مې نېټې د شپې پر ۱۲ بجو انتخاباتي مهم هم ختم شي.

په یادو ۱۳ ضلعو کې پېښور، چارسده، مردان، نوښار، خيبر، مومند، ډېره اسماعيل خان، کرک، کوهاټ، بنو، لکي مروت، بونير او باجوړ شامل دي.

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تېر کال د ‌ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات شوي ول. په پاتې نورو ۱۸ ضلعو کې به د انتخاباتو دویم پړاو د مارچ پر ۳۱مه کېږي.

XS
SM
MD
LG