د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د دوو قبيلو ترمنځ جګړه کې يو تن وژل شوی


د خيبر پښتونخوا د کورمې نقشه
د خيبر پښتونخوا د کورمې نقشه

د خيبرپښتونخوا په کورمه کې د سرسُرنګ او حقدرې منګلو له بغدې خلکو سره تر جګړې پېلېدو وروسته ورک شوی شپونکی او د هغه زوی خپل کور ته روغ رمټ رسېدلي دي.

يو ځايې اوسېدونکي نور سعيد نن (د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه) مشال راډيو ته وويل چې پرون د جګړې له وېرې شپونکی عيسا خان او د هغه زوی په ځنګله کې پټ شوي ول چې له ډزبندۍ وروسته نن سهار خپل کور ته ستانه شوي دي.

د منګلو د یوې کمېټۍ مشر ملک منور خان منګل له حکومته غوښتي چې نه يوازې جګړه دې ودروي، بلکې د جګړې عاملین دې ونيسي.

"د جګړې پر وخت چې کوم کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، نو د هغوي ازاله دي وشي او هغو کسانو ته دې سزا ورکړل شي، چی سرغړونه يې کړې ده."

بلخوا د انجمن حسینیه مشر عنایت علي توري نن مشال راډیو ته وویل چې جګړه درول شوې او د دې د وجوهاتو معلومولو لپاره د مشرانو یوه لویه جرګه رابلل شوې ده.

د کورمې پولیس وايي، پرون ماسپښین د سرسُرنګ او حقدرې منګلو له بغدې خلکو سره جګړه پیل کړه چې پکې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو ځايي مشر نجف علي بیګا مشال راډیو ته وویل: "په ياده سيمه کې یوه مشترکه غره ته د سرسُرنګ یوه شپونکي خپله رمه بېولې وه، چې ورسره د بغدې خلکو جګړه وکړه. دغه شپونکی او د هغه زوی د خپلې رمې تر څنګ ژوندي ورک شوي ول چې نن سهار خپل کور ته ولاړل."

د ځايي خلکو په وينا چې د دواړو ډلو ترمنځ جګړې تر پينځو ساعتو پورې دوام درلود.

په کورمه کې له اوږدې مودې راهيسې د ځنګلونو او ځمکو پر سر لانجه روانه ده، چې کله نا کله نښتې هم پکې رامنځ ته شي. هلته د بېلا بېلا قبيلو ترمنځ په وار وار جرګې هم شوي، خو لا هم دغې لانجې ته د پای ټکی نه دی اېښودل شوی.

بلخوا حکومت وايي، چې دوی له ټولو فريقينو سره په تماس کې دي او د يوې ټولمنلې حل لارې په لټه کې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG