د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په سېنېټ کې د صدارتي نظام پرضد قرارداد منظور شو


په اسلام اباد کې د پاکستان د پارليمان وداني (انځور له ارشيفه)
په اسلام اباد کې د پاکستان د پارليمان وداني (انځور له ارشيفه)

د پاکستان په سېنېټ کې تر هغه وروسته د صدارتي يا ولسمشريز نظام پرضد قرارداد منظور شوی چې په دې هېواد کې له څه مودې راهيسې پر ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو هلته د صدارتي نظام راوړلو ګنګوسې روانې دي.

دغه قرارداد، چې د جنورۍ پر ۳۱مه په سېنېټ کې د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټر رضا رباني وړاندی کړ، د حکومت مخالفه ګوندونو د يوشمير سېنېټرانو لاسليکونه ورباندې موجود ول.

رضا رباني وویل، دا وخت ډیر داسي کسان چې د حکومت پر مهمو څوکيو ناست دي، غیرمنتخب خلک دي چې پکې د وزیراعظم سلاکاران او مرستیالان شامل دی.

"دا وخت په حکومت کې پينځه سلاکاران او ۱۷ ځانګړي مرستیالان موجود دي نو له دې دا ښکاري چې ګنې موږ د صدارتي نظام خوا ته روان يو."

په پاکستان کی چې کله هم پوځي مارشل لا لګېدلې نو ورسره څه موده وروسته د حکومت چلولو لپاره صدارتی نظام مخې ته راغلی دی. په پاکستان ګې چې کله په ۱۹۵۸ز کال کې اولنۍ مارشل لا ولګېده، نو د هغه وخت پوځی واکمن جنرل محمد ایوب خان څه موده وروسته صدارتي نظام نافذ کړ چې تر ۱۹۷۱ز کال پورې يې دوام درلود.

په ۱۹۷۷ز کال کې چې بيا کله په پاکستان کې مارشل لا ولګېده او د هغه وخت د پوځي واکمن جنرال محمد ضياءالحق لخوا صدارتی نظام راوړل شو، نو تر ۱۹۸۸ز کال پورې يې دوام وکړ.

په ۱۹۹۹ز کال کې چې کله جنرال پروېز مشرف د پوځي کودتا له لارې منتخب حکومت ړنګ کړ، نو د هغه وخت وزیراعظم میا محمد نواز شریف يې زنداني کړ او په هېواد کې يې صدارتی نظام راوړ، چې تر ۲۰۰۸ز کال پورې موجود وو. خو په ۲۰۱۰ز کال کې د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م اييني بدلون وروسته د صدارتي نظام مخه ونيول شوه او پارليماني نظام يې مضبوط کړ.

د سېنېټر رضا رباني لخوا پر قرارداد تر خبرو کولو وروسته حکومتي سېنېټر ډاکټر شهزاد وسیم غونډې ته وويل چې دا ټولې ګنګوسې دې او حکومت يې کله هم د صدارتي نظام خوښوونکی يا راوړونکی نه دی.

"د حکومت له دې بحث سره هیڅ قسمه تعلق نشته، خو سوال دا دی چی دا بحث له کوم ځایه شروع شو؟ دا د ټولنيزو رسنيو او ټویټر ټرینډز وروسته پر الېکټرانک میډیا هم شروع شو، نو د جعلي خبرونو له لارې په ملک کې د ماحول خرابولو هڅې روانې دي."

تر صدارتي نظام لاندې په هېواد کې ټول واک له صدر يا ولسمشر سره وي او نوموړی د قانون جوړوونکو ادارو یا قانون جوړوونکو له اختیار نه بهر وی.

د پاکستان د اساسي قانون يا ايين له مخې، د هېواد تر ټولو مضبوطه اداره پارليمان ده او د يادې ادارې کار قانون جوړونه ده، دا ځکه چې په پارليمان کې د پاکستان د ټولو اوسېدونکو په استازيتوب ټاکل شوي غړي ناست وي.

XS
SM
MD
LG