د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینه: افغانستان ته پټ تللي پاکستاني پلاوي له کالعدم تحریک طالبان سره خبرې کړې


په سوات وادۍ کې وسله وال طالبان. ۲۰۰۹ز کال د اپرېل ۲۴مه
په سوات وادۍ کې وسله وال طالبان. ۲۰۰۹ز کال د اپرېل ۲۴مه

پاکستان له ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې بيا پیلولو لپاره په پټه یو پلاوی افغانستان ته استولی وو.

د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان د حکومت لخوا په پټه استول شوي پلاوي په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له مشر نورولي محسود او د دې ډلې د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره خبرې وکړې.

د سرچینو په وينا، دغه پلاوی چې پکې د پښتنو بانفوذه قومي مشران شامل و، د جنورۍ پر نهمه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته تللی ول او دوه ورځې یې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره درې، څلور ځلې خبرې ترسره کړې.

سرچينې وايي، خبرې پردې څرخېدې چې په څه ډول کېدای شي چې مات شوی اوربند وغځول شي او د تحريک طالبان پاکستان لخوا له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې چې کومې حملې روانې دي چې پکې په زرګونو کسان وژل شوي پای ته ورسېږي.

پاکستاني طالبانو له هغه لنډمهالي اوربند وروسته چې د پروسږکال په ډېسېمبر کې پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.

سرچينې زياتوي چې د دواړو لورو ترمینځ خبرې د افغان طالبانو چې له پاکستاني طالبانو سره له اوږدې مودې راهیسې نېږدې اړیکي لري، په مینځګړیتوب ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت او تحريک طالبان پاکستان تراوسه په دی اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د پاکستان په سېنېټ کې سياستوالو د تحريک انصاف پر حکومت نيوکې کړې او ويلی یې دي چې له ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره که نورې خبرې کېږي نو بايد له پارليمانه یې تاييد واخیستل شي.

د عوامي نیشنل پارټۍ سېنېټر نوابزاده عمر کاسي د جنورۍ په ۲۴مه په بحث کې وويل چې له ټي ټي پي سره د خبرو له وجې به وسله والې ډلې نورې وهڅېږي. ((تاسو له داسې دهشتګردو سره خبرې کوئ نو ځکه دهشتګردي زیاتېږي. دهشتګردو ته تاسو حوصله ورکوئ.))

خو د کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد ويلي چې که ټي ټي پي ايين ومني نو دوی به ورسره سوله وکړي.

XS
SM
MD
LG